ګالري

بلخ کې دکرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژې «SNaPP2» فعالیتونه

ننګرهار کې د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژې «SNaPP2» فعالیتونه لومړۍ برخه

د ننګرهار په ولايت کې د کرنې وزارت د اقلیمي بدلون له کبله د رامنځته کېدونکو ګواښونو د کمولو پروژې "CDRRP" فعاليتونه

هرات کې د اوبولګولو د 21 پروژو جوړول

د ننګرهار د کرنې ریاست د شنوخونو حاصل دا شنه خونه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو د ګواښونو ټیټولو پروژې (CDRRP) له خوا د ننګرهار د بهسودو په ولسوالۍ کې تېرکال ددې ولسوالۍ یوتن اوسېدونکی ته جوړه شوې وه. رومي بانجان، ددې شنې خونې لومړن

ننګرهار کې د اقليم بدلون پروژې د چېله يي کښت حاصل. دا کروندې د ننګرهار کامې ولسوالۍ کې د اقليم بدلون د ګواښونو ټيټولو (CDRRP) پروژې اړوند دي.

هرات کرخ ولسوالۍ کې د کتار په بڼه د غنمو ننداریزې کروندې دا ننداریزې کروندې، د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژې دوم (SNAP2) له خوا جوړ شوي دي.

د عصری مسلخونو جوړېدل نه یوازې دا چې، د غوښې او اړونده فرعي محصولاتو د کیفیت او ارزښت د لوړوالي لامل کېږي، ترڅنګ یې خلکوته د کار زمینه برابرېږي او کارمونده ورسره پراختیا پیدا کوي.

پر مسلخونو پانګونه، هغه تشه چې د تولید، کیفیت او د کورنیو او سیمه ییزو مارکېټونو په تقضا کې اغېزې لري، تر یوه کچه ډکوي.

ګیلاس (الوچه) له هغو مېوو څخه ده، چې خلک یې زیاته خوښوي، نه یوازې خلک ګیلاس په تازه ډول کاروي، بلکې له وچې مېوې او د جوس په بڼه هم ترې ګټه اخلي، چې ډېر روغتیایي ګټې هم لري. د کرنې وزارت د بادام باغ څېړنیز فارم ګیلاس په انځورونو کې.

په ښارونو او کلیو کې څاروي په دودیزه بڼه حلالېدل، وینه او نور اضافي توکي یې د بدبویي او ناروغیو لامل کېدل، چې د مسلخونو په جوړېدو سره به دا ستونزه تر ډېره کچه هواره شي.

د درې عصري مسلخونو چارې بشپړ شول

د هېواد په کچه د بروسلوز او طبق (FMD) ناروغیو د واکسیناسیون پیل

کونړ کې د شفتالو د حاصلاتو ټولولو وروستي ورځې د کونړ ولایت د نرنګ په ولسوالۍ کې دا بڼ څو کاله مخکې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په همکارۍ د کونړ د کرنې ریاست له خوا جوړه شوې ده.

د ژوند بڼو نړيوالې ورځې په مناسبت د وحشي ژویو او طبیعي مناظرو د انځورونو نندارتون څخه د خلکو لیدنه، په انځورونو کې.

د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژه بزګرانو ته دا وړتیا ورکوي، چې په پراخه کچه سابه او مېوې تولید کړي او ښه عاید لاسته راوړي

Pagination