د غنمو واردات او د ژرندو فعالیت په پار ګډه غونډه په لاره واچول شوه

۱ ورځمخکې

د غنمو واردات او د کورنیو ژرندو د فعالیتونو په پار د کرنې وازرت، د سوداګرۍ او صنعت وزارت، د ژرندولرونکو ټولنې او د کانونو او صنایعو وازرت ترمنځ ګډه غونډه دکرنې په وزارت کې په لاره واچول شوه.
په دې غونډه کې، دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوي، د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې اجرایي رییس رحیم الله سمندر، د سوداګرۍ او صنعت وزارت د خفیفه صنایعو رییس رشاد باختري او ددې وزارت د لومړنیو صنایعو رییس مجیب‌الله ضیاء، د مالیې وزارت د عمومي عوایدو ریاست مرستیال احمدولي نوري، د افغانستان د ژرنده لرونکو ټولنې رییس محمدهاشم غزني‌وال او د کرنې وزارت یوشمېر رییسانو او سلاکارانو حضور درلود.
په یاده غونډه کې د غنمو پر وارداتو، د کورنیو ژرندو ستونزو او فعالیتونو، مالیات، د اوړو او غنمو پېرل او د خصوصي سکټور له خوا د غنمو د اوړو کولو په پار د برېښنا پر چمتو کولو خبرې وشوې. سربېره پر دې، د جمهوري ریاست د سپارښتنې پر اساس، په خصوصي او دولتي سیلوګانو کې د اوړو او غنمو پر زېرمه کولو هم خبرې وشوې ترڅو په هیڅ وجه بازار د غنمو او اوړو له کمښت سره مخ نه شي.
بلخوا په دې غونډه کې ټینګار وشو، چې حکومت، صنعت کاران او سوداګر خلکو ته د لومړنیو موادو په ځانګړې توګه د غنمو او اوړو عرضه کولو ته ژمند دي.

د غنمو واردات او د ژرندو فعالیت په پار ګډه غونډه په لاره واچول شوه

تازه خبرونهټول خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۱ - ۱۶:۵۱
Background image

ننګرهار کې د کورنیو باغچو جوړولو په پار د سبو تخمونه ووېشل شول

۱۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست اړوند د کرنې او خوړو خوندیتوب بیړنۍ پروژې (EATS) په مرسته ددي ولایت په کامې او ګوشتي ولسوالیو کې ٩٠٠ تنو بیوزله مېرمنو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۱ - ۱۰:۵۵
Background image

زابل کې یوشمېر بېوزله کورنیو ته غواوې ورکړل شوې

۱۱ زمری ۱۴۰۰
د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایې، چې  ددې ولایت په ۳۰ بېوزله او اړمنو کورنیو غواوې او د مالدارۍ اړونده توکي وېشل شوي دي.
د زابل د کرنې ریاست وایي، چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۶:۰
Background image

سرپل کې د ۳۶ شنوخونو رغنیزې چارې پیل شوې

۱۰ زمری ۱۴۰۰
د سرپل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د ۳۶ شنوخونو رغنیزې چارې پیل شوي دي.
دغه شنې خونې، چې هر یوه یې اته په ۲۰ مترو کې دي، د سرپل ولایت په. . .

د بریالیټوب کیسینور دلته

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۶ - ۱۴:۱۹
Background image

حیات خان: خوښ یم چې له کمې ځمکې ډېره ګټه لاسته راوړم

دهقان (بزګر) اوونیزه / نورالله پتمن

شنبه ۱۴۰۰/۲/۴ - ۱۲:۵۹
Background image

کور دننه ځان بسیاینې په پار هڅې؛ لوګر کې د روب جوړولو کارخونه

لوګر د کابل په سوېل کې، ښایي کابل ته یوازنۍ نږدې ولایت وي، چې کولی شي له پلازمېنې سره د خپل نږدېوالي او ګاونډیتوب تر ټولو زیاته ګټه پورته کړي.

شنبه ۱۴۰۰/۱/۲۱ - ۱۵:۱۵
Background image

البدر: د هېواد په کچه د وطني تولیداتو لوی تولیدي کمپلکس

 په وروستیو کلونو کې حکومت د خصوصي سکټور ودې او پراختیا ته ډېره پاملرنه کوي، او له بېلابېلو لارو د خصوصي سکټور ملاتړ کوي او په هره برخه کې ورته د کار او فعالیت زمینې برابروي، چې ورسره وطني تولیدات معیاري شوي او ترڅنګ یې

ګالريټول

د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژه (EATS)

د زمري ۷مه د ملي بیرغ ورځ مو مبارک د افغانستان بیرغ به تر ابده رپانده وي

هلمند کې د بيرې نيالګيو کرکېله روانه ده چې په ترڅ کې يې د بيرې ۱۵۰زره نيالکي توليدېږي.

د مالدارۍ په برخه کې د کرنې وزارت د روان کال فعالیتونه دوېمه برخه

وطني د دلمې مرچ!

د مالدارۍ په برخه کې د کرنې وزارت د روان کال فعالیتونه

دپکتيا د شواک ولسوالۍ د ځنغوزيو ونو او غوټو انځوريز البوم

لوی اختر کې د کانګو تبې د خپرېدو مخه ونیسئ!

د کرنیزې پرمختیا صندوق د کرنې وزارت له لسو کالونو را په دېخوا هېواد کې د کرنیزو پورونو …

د کرنیزې پرمختیا صندوق هېواد کې د څارویو د فارمونو او د لبنیاتو د تولیداتو پراخوالي

یوه کال کې د څه باندې 54 زره ټنه بنډیو تولید

د کرنیزې پرمختیا صندوق د څارویو د فارمونو او د لبنیاتو د تولیداتو پراخوالي کې ارزښت لرونکی رول لري.