۸۰ شنې خونې لرونکې سمنګاني مېرمنې د اچارو جوړولو لارې چارې زده کړل

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۶ - ۹:۳۵
۸۰ شنې خونې لرونکې سمنګاني مېرمنې د اچارو جوړولو لارې چارې زده کړل
۵ وږی ۱۳۹۹
د سمنګان ولایت دمرکز ایبک او ددې ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ ۸۰ شنې خونې لرونکې مېرمنې، د یوې روزنیزې برنامې په ترڅ کې د اچارو جوړلو لارې چارې زده کړل.
دغه روزنیزه برنامه د سمنګان دکرنې ریاست په همغږی، د «ACTED»موسسې له خوا او د ملګرو ملتونو له مخدره توکو سره د مبارزې ادارې «UNODC» په مالي همکارۍ په لاره اچول شوې وه.
روزل شوې شنې خونې لرونکې هغه کسان دي، چې د بدیل معیشت د پروژې له چوپړونو برخمن شوې او په شنوخونو کې د سبو د تولید په برخه کې فعالیت کوي.
په شنوخونو کې تولید شويو سبو ته بازارموندنه، دمشروع کرکېلي له لارې د شنوخونو لرونکو او د هغوی د کورنیو دعوایدو زیاتول، د سبو د پروسس نوي لارې چارې دودول او د سبو د عمر اوږدول او ساتل ددې روزنیزې برنامې اصلي موخې وې.
باید وویل شي، چې دکرنې وزارت په ټول هېواد کې هرکال لسګونه زره مېرمنو ته دکرکېلي او مالدارۍ په برخه کې اسانتیاوې برابروي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۰:۸
Background image

خوست کې د حیواني کلینیک د ترمیم او بیا رغونې چارې په معیاري ډول روانې دي

۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د حیواني روغتیا او مالدارۍ آمریت له لوري، د یاد ریاست په انګړ کې د حیواني کلینیک د ترمیم او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۰:۶
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په نازیان او اچین ولسوالیو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۹:۵۷
Background image

د کندهار نوروزي څېړنیز فارم کې د نیالګیو قوریه جوړه شوه

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د قدرتي سرچینو آمریت په تخنیکي همکارۍ د کندهار پنجوایي ولسوالی نوروزي څېړنیز فارم کې پر ۵ جریبه ځمکه د ۱۲۶ زره مېوه لرونکو. . .

بازگشت