کندهار کې ۲۰۰ بې وزله کورنۍ د اچارو او مربا جوړولو په برخه کې روزل کېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۱۱:۹
کندهار کې ۲۰۰ بې وزله کورنۍ د اچارو او مربا جوړولو په برخه کې روزل کېږي

د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د اسلامي هوساینې مؤسسې په مرسته یې د دې ولایت د ارغنداب ولسوالی ۲۰۰ بې وزله کورنیو ته د اچارو او مربا جوړولو او لبني محصولاتو ساتنې په موخه روزنیز پروګرام په لاره اچولې ده.
د چارواکو په خبره په دې پروګرام کې شاملو کسانو ته په ۲۰ ورځنۍ دوره کې د سبو او مېوې وچولو، له ترکاريو څخه د اچار جوړولو او له تازه مېوې څخه د مربا جوړولو او د لبنیاتو د سانې زده کړې ورکول کېږي.
د کندهار درکې ریاست چارواکي وایي، چې دغه کار سره به د کندهار کرنیز محصولات لوړ ارزښت پيدا کړي او سيمه به د وخت په تېرېدو کور دننه په خپلو اچارو، وچو سابو او وچو مېوو بسيا شي.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکو ژمنه وکړه،چې دغه روزنيز پروګرامونه به د کندهار نورو ولسواليو ته هم وغځوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۱:۳۵
Background image

ننګرهار کې د اسلامیک ریلیف مؤسسې د کړنو اروزنه وشوه

۱۱ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په لارښوونه د کرنیزو خدمتونو امر مفتي عزیز الرحمن عزیز او د احصایي او ارقامو د تنظیم امر قاري. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۰:۴۵
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کندز د کرنې ریاست له رییس او کارکوونکو سره وکتل

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» د کندز ولایت دکرنې له رییس مولوي امان الله حسن او د یاد ریاست له کارکوونکو سره په کتنه کې د عشر او زکات، د طبیعي سرچینو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۰:۲۸
Background image

کندز ته د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال سفر

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د کندز له والي ملا نثار احمد نصرت او د دغه ولایت له سیمه ییزو. . .

بازگشت