کابل کې د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو یودېرشم نندارتون پرانیستل شو

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۶:۳۴
کابل کې د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو یودېرشم نندارتون پرانیستل شو


٢٥ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
١٣ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو یودېرشم  نندارتون د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه پلاوي په حضور کې د کابل د بادام باغ په څېړنیز فارم کې پرانیستل شو.
په دغو مراسمو کې د ا.ا.ا لوړپوړو چارواکو له ډلې د رییس الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کرنې وزیر مولوي عطاالله عمري، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د اوبولګولو او طبیعي زېرمو مرستیال مولوی باز محمد فیضان، دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم  عثماني او دغه راز یو شمېر بهرنیو دیپلوماتانو او د نړۍوالو بنسټونو استازو هم حضور درلود.
په پیل کې ملا عبدالغني برادر د خاورې، اوبو او اقلیم په برخه کې د افغانستان د ظرفیتونو او امتیازاتو په اړه خبرې وکړې او د رغنیزو پروژو په پیلولو کې یې د اسلامي امارت د هڅو یادونه وکړه. نوموړي دغه راز د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو، بازار موندنې او د کرنې د ميکانيزه کولو په برخو کې پر هڅو ټينګار وکړ او هيله يې څرګنده کړه، چې د کورنيو توليداتو صادرات به زيات شي.
د ریاست الوزراء  سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير هم د افغانستان د کرنيزو محصولاتو لوړ کيفيت ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې دغه نندارتون د دغو محصولاتو د بازارموندنې او معرفي کولو لپاره يو ښه فرصت دى.
نوموړي همدا راز ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت د ځمکو د غاصبینو او د ځنګل وهونکو پر وړاندې کلک ولاړ دی او چاته د ځمکې د غصب او طبیعي زېرمو د تخریب اجازه نه ورکوي.
په همدې حال کې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د کورنیو تولیداتو د ملاتړ پر اهمیت او د بزګرانو او مالدارانو پر ژوند د هغې پر مثبتو اغېزو ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه، چې افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پوره ظرفیتونه لري او د امنیت او وضعیت په ښه کېدو سره د دغو دوو برخو د پرمختګ لپاره اغېزمن ګامونه پورته شوي دي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نورالدین عزیزي هم د چین، ایران، منځنۍ اسیا او پاکستان په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته د محصولاتو د صادرولو په برخه کې د افغانستان هڅو ته اشاره وکړه او په دې برخه کې یې د شویو هوکړه لیکونو خبر وکړ.
همدارنګه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر عثماني هم دغه نندارتون د کروندګرو او سوداګرو د سوداګرۍ لپاره یو فرصت وباله او په تېرو درېیو کلونو کې یې د نباتاتو او حیواني ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د کرنې د متخصصینو هڅې وستایلې.
په پای کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر مولوي خلیل الرحمن حقاني د هېواد د اقتصاد په وده کې د کرنې او مالدارۍ په اهمیت ټینګار وکړ او مراسم د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسېدل. وروسته د امارت مشرتابه د نندارتون له غرفو څخه لیدنه وکړه. 
 دغه  نندارتون د "معیاري تولید؛ نړۍوال بازار ته لاس رسی" تر شعار لاندې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د روان کال د تلې له ٢٥مې تر ٢٨مې نېټې د څلورو ورځو لپاره د کابل په بادام باغ کې په لاره اچول شوی دی، چې ددې نندارتون په ٢٦٣ غرفو کې د کرنې او مالدارۍ محصولات، کورني تولیدات او د ښځو لاسي صنایع  نندارې ته اېښودل شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په پنځم ملي او نړیوال صنعت او معدن نندارتون کې خپل تولیدات نندارې او پلور ته وړاندې کړل

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
کابل کې د صنعت او کانونو د اوونۍ پنځم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو، چې پکې د ننګرهار وادي کرنیز امارتۍ شرکت هم د خپلو معیاري او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱۳
Background image

د ولایتي پلاوي په ملتیا ولسوالیو ته د غزني د کرنې ریاست مشرتابه سفر؛ د کرنیزو ستونزو د حل او پراختیایي پروژو پر چټکتیا ټینګار وشو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس د غزني ولایت د والي ولي جان حمزه په مشرۍ د ولایتي پلاوي په ترکیب د ناور، اجرستان،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱
Background image

کونړ ولایت کې د انټیروټوکسیمیا واکسین د تطبیق پروګرام پیل شوو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړۍوال صندوق په مالي. . .

بازگشت