پکتیکا کې پر ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو د هګیو چرګانو د وېش لړۍ بشپړ شو

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۳ - ۱۵:۲۹
 پکتیکا کې پر ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو د هګیو چرګانو د وېش لړۍ بشپړ شو

۳ مرغومی ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت؛ د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له خوا د بېوزله کورنیو د ملاتړ په لړ کې داځل د پکتیکا ولایت مرکز ښرنه او ددې ولایت په ارګون، یحی خېلو او یوسف خېلو ولسوالیو کې ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو لپاره د هګیو چرګانو ۳۰ قطعه یې فارمونه جوړ شول.
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې پر دغو ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو ۳۰ زره قطعې د هګیوچرګان، د چرګانو خوراکي توکي، واکسینونه، درمل او نور اړین توکي وېشل شوي دي. د دوی په خبره، د پکتیکا په مرکز ښرنه او ددې ولایت په ارګون، یحی خېلو او یوسف خېلو ولسوالیو کې د ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو هرې کورنۍ ته ۳۰ د هګیو چرګان، د چرګانو خوراکي توکي، چرګانو لپاره د خوراکي توکو لوښې، د چرګانو درې ځلې واکسین او اړین در ملو ترڅنګ د چرګانو د ساتنې او پالنې په پارد روزونکو له خوا لازمې روزنې هم ورکړل شوي دي.
د پکتیکا د کرنې ریاست چارواکي زیاته کړه، چې له دې برنامې څخه برخمن شوي کورنیو لپاره د چرګانو د روزنې په برخه کې روزنیز پروګرامونه هم په پآم کې نیول شوي دي.
دغه پروژه د بېوزلو کورنیو د خوړو خوندیتوب، اقتصادي ودې او ملاتړ په موخه پلي شوی دی.
ددې پروژې موخه په پکتیکا ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پراختیا ورکول، په کور دننه مېرمنو ته د کار زمینه برابرول، د کورنیو د خوړو خوندیتوب او له دې لارې د بېوزله کورنیو اقتصادي پیاوړ تیا ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۴:۴۵
Background image

کرنې وزارت کې د ځنګلونو د ساتنې او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي کمېټې غونډه ترسره شوه

۱۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د ځنګلونو د ساتنې او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي کمېټې غونډه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۲۵
Background image

کندهار کې ۸۰ بېوزلو او راستانه شویو کورنیو ته د وزو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ښار د شپږمې ناحیې او ژړۍ او ارغستان ولسوالیو کې ۸۰ بېوزلو، اړمنو او تازه راستانه شویو کډوالو کورنیو ته د ۴۳ زره امریکايي ډالرو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۸:۴۶
Background image

میدان وردګو کې د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت په موخه ۶۰۰ بزګرانو ته روزنه ورکړل شوه

۱۷ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې او مالدارۍ سکټورونو د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره د سازښت او د بزګرانو د مقاومت د کچې د لوړولو په موخه، د کرنې او مالدارۍ سکټور د. . .

بازگشت