په پکتیا کې د وینې بهوونکې ناروغۍ د مخنیوي کمپاين پيل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۱۶
په پکتیا کې د وینې بهوونکې ناروغۍ د مخنیوي کمپاين پيل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په پکتیا کې د وینې بهوونکې ناروغۍ د مخنیوي کمپاين پيل کړ دغه کمپاين به د ګردېز ښار په ګډون په زرمت، شواک، احمدابا، سیدکرم، ځاځي اریوب، څمکنيو او ډنډپټان ولسوالیو کې ترسره شي.
  کمپاین د څارويو د اوسېدو ځایونو دواپاشي ته ځانګړی شوی، ترڅو د کني او شني خپرېدل په څارویو کې کنټرول شي. همداراز، خصوصي ډاکټرانو ته د مخنیوي لپاره د اړینو وسایلو لکه درمل، محافظوي لباس، ماسک، عینکې، موزې او د لاس مینځلو مایع وسایل ورکړل شول.
 کمپاین په لومړي ګام کې مالدارانو ته عامه پوهاوی ورکوي، او له هغه وروسته به د دواپاشۍ برنامه په ټولو یادو سیمو کې پلې شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۵:۲۳
Background image

د کندهار ژړۍ کې دوه زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

۳ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د خوراک نړیوال سازمان (ایف.اې.او) په مالي ملاتړ او د (او.آیچ.ډبلیو) مؤسسې په. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۵:۲۱
Background image

د کندهار ښورابک کې د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې د وېش دویمې لړۍ  نوملیکنه پیل شوه

۳ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت په ښورابک ولسوالی کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او د خوراک نړیوال سازمان (اف. اې. او) په مالي ملاتړ، د (او.. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۴:۱۹
Background image

د هلمند کرنې ریاست د زرګونو طبیعي بوټو کرلو بهیر پیل کړ

۳ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت کرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمریت اړوند د څړځایونو مدیریت بولان مرکزي قوریه کې ۲۰۰ زره نیالګي لکه غز، اوښملغې او شین غزۍ قلمې په. . .

بازگشت