وچکالۍ او پېښو سره د مبارزې په اړه ځانګړې غونډه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۷ - ۱۶:۹
وچکالۍ او پېښو سره د مبارزې په اړه ځانګړې غونډه

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ وچکالۍ او پېښو سره د مبارزې په اړه ځانګړې غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
په پیل کې، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح وچکالۍ سره د مبارزې پلان په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
وروسته اړوندو مسوولینو د ۱۴۰۰ کال وچکالۍ ته د ځواب ویلو پلان، د هیواد د غذایي امنیت ، د مالدارۍ پر سکتور د احتمالي وچکالۍ خطرونو او زیانمنېدونکو ولسوالیو ته د رسېدګۍ پلان په اړه خپل معلومات او راپورونه غونډې ته وړاندې کړل.
جمهوررئیس غني یادو موضوعاتو او د هیواد امنیتي وضعیت ته په پام، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال دفتر، د چارو ادارې لوی ریاست، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او مالیې وزارتونو او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ته لارښوونه وکړه چې وچکالۍ سره د مبارزې پر پلان بیاکتنه وکړي او تر لازمو اصلاحاتو وروسته یې جمهوري ریاست سره شریک کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۶
Background image

پکتیکا کې ۲۱۵ مستحقو بزګرانو ته کرنیز توکي ووېشل شول

۲۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې، د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک مؤسسې له لوري د «په لویدیځ، سویلي او سوېل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست له ولایتي مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست د ولایتي مسوولینو په ګډون د همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۵۵
Background image

روزګان کې د څه باندې ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو پایپ‌سکیم پروژه پرانیستل شوه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د چنار کلي د سرکلا په سیمه کې د څه باندې دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو د پایپ‌سکیم پروژه. . .

بازگشت