هلمند کې لسګونو مالدارانو سره مرسته وشوه

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۴:۳۰
هلمند کې لسګونو مالدارانو سره مرسته وشوه


٢۳ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت لخوا، د هالنډ کمیټې په مالي همکارۍ مرکز لښکرګاه کي ۱۰۰ تنو مالدارانو سره د شیدو ساتلو المونیمي لوښو مرسته وشوه.
دغه مرستې هغو څاروي روزونکو او مالدارانو ته ترسره شوه، چې د شېدو راټولونې او پیرودنی مرکزونو باندې شیدې پلوري.
ددغو لوښو په مرسته به ځایي مالداران خپلې شیدې په منظم ډول یادو مراکزو ته رسوي، چې له مخې به یې د شیدو د ضایعاتو او ناروغیو د لیږد مخنیوی په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي. 
د هلمن د کرنې ریاست هڅه کوي، ترڅو د بېلابېلو برنامو له لاري د بزګرو او مالدارو لاسنیوی وکړي ترڅو د دوی په کرنیز اقتصاد کي بهبود او نوښت رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د بدیل معیشت رییس د کوکنارو د بدیل کښت پروژو د څارنې په پار کندز ته سفر وکړ

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت رییس عبدالخالق محجوب د کاري سفر په ترڅ کې کندز ولایت ته لاړ، څو د کوکنارو د بدیل کښت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۰:۱۷
Background image

د مالدارۍ سکټور پیاوړتیا په پار هڅې؛ د لښکرګاه بولان کې حیواني کلینیک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت له لوري، د مرکز لښکرګاه بولان په سیمه کې یو باب. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۹:۱۷
Background image

د جلال آباد ښار نهمه ناحیه کې د یو چکډېم د جوړولو چارې پیل شوې

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د جلال آباد ښار نهمې ناحیې غازي امان الله ښار ګوټي ترڅنګ د باراني اوبو زېرمه کولو او د ځمکي لاندې اوبو سطحې لوړولو په موخه د درې نیم. . .

بازگشت