هلمند کې د کرنیزو ځمکو د اصلاح په پار د سروې لړۍ پیل شو
۷ لیندۍ ۱۴۰۲ه.ش
١۵جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو معینیت دکرنیزو ځمکو د اصلاح رییس مولوی شېرمحمد حاتمې په مشرۍ ګډو تخنیکي پلاوی هلمند ته دخپل سفر په ترڅ کې په دې ولایت کې د کرنیزو ځمکو د اصلاح په موخه د هغو زابرانو چې د کلونو راهیسې نه دي پاک شوي د بیا رغونې او پاکولو په موخه د سروې لړۍ پیل کړی دی.
یاد پلاوي د هلمند ولایت نادعلي او باباجي ولسواليو ته سفرونه وکړل ترڅو د یادو ولسوالیو په ګډون د ګڼو نورو ولسوالیو دځمکو د اصلاح او د زابرانو د پاکولو په موخه لومړنۍ سروې ترسره کړي.
د کرنیزو ځمکو د اصلاح رییس مولوي شیرمحمد حاتمي د یادې سروې پر مهال وویل: «داچې د هلمند ولایت د ځمکو د اصلاح او زابرانو پاک کارۍ په برخه کې د کرنې وزارت لخوا پراختیایي بودیجه ځانګړې شوې ده، په همدې موخه غواړو چې راتلونکي کې نوموړې سیمې بیا ورغول شي او دځمکو د حاصلاتو ظرفیت لوړونې او اوبولګولو په برخه کی به ورسره ځانګړي اصلاحات رامنځته شي.»