هلمند کې د لومړي ځل لپاره له جوارو څخه د حیواني خوراکې جوړول پیل شول

naim.rezai
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۷ - ۱۵:۲
هلمند کې د لومړي ځل لپاره له جوارو څخه د حیواني خوراکې جوړول پیل شول
د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د خصوصي سکتور په همکارۍ یې له جوارو او د جوارو له بوټو څخه د حیواني خوراکې جوړولو لومړنۍ چارې پیل کړي دي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو په وینا، د کرنې ریاست اړوند د چرګانو فارم کې د جوارو څخه د حیواني خوراکې جوړولو فابریکې په کار پیل کړی دی؛ چې تر دې مهاله یې ۱۰۰ټنه حیواني خوراکه چمتو کړي ده. یاده برابره شوي حیواني خوراکه د اړتیا لپاره د هېواد ګڼو فارمونه ته لیږل شوي ده.
د دې فابریکې په جوړېدو سره به د جوارو لپاره د بازارموندنې د زمینې تر څنګ د حیواناتو د اړتیا وړ خوراکه برابریږي، چې یادې فابریکې څخه به د هلمندي مالدارانو د مالدارۍ لپاره باکیفیته خواړه برابریږي او په ورته وختونو کې به نورو ولایتونو ته د لیږدولو زمینه هم برابره شي .
هلمند چې هر کال زرګونه ټنه جوار تولیدوي، ډیره کمه برخه یې هلمند او ډېری برخه یې نورو ولایتونو ته د اړتیا په موخه صادریږي، چې پدې سره به د یاد ولایت د جوارو د تولید برخه یو څه مدیریت شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت