نورستان کې یوشمېر بڼوال وروزل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۹:۱۷
نورستان کې یوشمېر بڼوال وروزل شول

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت له لوري د یوریا سپرې عملي او روزنیز پروګرام د مرکز پارون، واما او کانتیوا ولسوالیو کې ترسره شو.
د دې مدیریت موظف ټیم د سیمې له مسؤلینو سره د همغږۍ وروسته دغه پروګرام د دې لپاره پیل کړ چې بڼوال د یوریا له مؤثر استعمال څخه د نباتي ناروغیو او آفتونو د مخنیوي په برخه کې خبر کړي.
په دې پروګرام کې د مرکز او ولسواليو مختلفو کلیو څخه ۸۰ تنه بڼوال ګډون کړی او عملي روزنه یې تر لاسه کړه. همدارنګه په یو شمېر نمونوي بڼونو کې د یوریا پاشلو عملیه په عملي ډول تطبیق شوه.
بڼوالو د دې پروګرام ښه هرکلی وکړ او خپله چمتووالي یې څرګند کړ چې دا طریقه به په خپلو نورو بڼونو کې هم پلي کړي. د يوريا سپری  پروګرامونو ترسره کول به د نباتي ناروغیو په کمولو او د راتلونکي کال د بڼونو تولیداتو په زیاتوالي کې اغېزناک او مثبت رول ولوبوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۶:۱۵
Background image

دکونړ د کرنې ریاست او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د همغږۍ او همکاریو په موخه ناسته وشوه


۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په کوربتوب، د یاد ریاست د مشرتابه، تخنیکي آمرینو او مسلکي کارکوونکو په ګډون، د ملګرو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۶:۱۲
Background image

د تولیدي فابریکو د ستونزو ارزونې او د کرنیزو مارکېټونو د تحلیل په موخه ختیځ زون ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر


۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی د خصوصي سکتور د پراختیا د رییس قاري محمد اکبر امیني په مشرۍ، د کرنیزو او مالدارۍ تولیدي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۳:۵۹
Background image

د کندهار دوو ولسوالیو کې ۷۵ بېوزلو کورنیو ته وزې او لبني توکي ووېشل شول

۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (ایف.ای.او) په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو مؤسسې. . .

بازگشت