ننګرهار کې د مني موسم د بڼونو جوړولو کمپاین پیل شو
۴ لړم ۱۳۹۸
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د مني موسم د بڼونو د جوړولو کمپاین پیل شو. ټاکل شوې، چې د دې کمپاین په لړ کې به په دوه زره جریبه ځمکه کې د بېلابېلو مېوو بڼونه جوړ شي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریس انجنیر سمیع الله نصرت په همدې تړاو جوړه شوې غونډې ته وویل: «ددې کمپاین په ترڅ کې به په دوه زره جريبه ځمکه کې نږدې دوه سوه زره د ستروسو او نورو مېوو نيالګي وکرل شي.»
د ښاغلي نصرت په خبره په دغو ځمکو کې به ۱۹۴زره نيالګي کېښودل شي، چې په دې لړ کې به د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا « CBARD » برنامې له لوري په شپږو (رودات، کوټ، اچین، چپرهار، شیرزاد او خوګیاڼیو) ولسوالیو کې په زر جریبه ځمکه او په پاتې نورو ولسوالیو کې به دکرنی ریاست او نورو اړونده ملي برنامو په مټ دسټروسو او مېوو بڼونه جوړ شي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د مني موسم د بڼونو جوړولو د کمپاین موخه په ننګرهار کې د کوکنارو د کرکېلي مخنیوي او حلالو فصلونو کرکېلي ته زمینه برابرول دي.