له ننګرهار څخه پر یوشمېر بزګرانو د ځمکې اوارولو ماشینونو د وېش لړۍ پیل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۷ - ۱۶:۳۰

۲۷ غبرګولی ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت په هېواد کې د کرنې د میکانیزه کولو اوعصري کرنیز سیسټم او تکنالوژۍ ترویجولو په پار هلې ځلې کوي. د دغو هلو ځلو یوه برخه د اوبو د ضایعاتو د مخنیوی په موخه د ځمکې د اوارولو لایزري ماشینونو « Laser Level land» دودول دی.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري، د یوې پلاوی په مشری ننګرهار ولایت ته تللی. ښاغلی غفوري ددې سفر په ترڅ کې په دې ولایت کې د اوبولګولو یوشمېر پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل او ترڅنګ یې له دې ولایت څخه پر یوشمېر بزګرانو د ځمکې اوارولو د ماشینونو د وېش لړۍ هم پیل کړ.

په هغه غونډه کې، چې ددغو لایزر لېول ماشینونو د وېش په موخه جوړه شوې وه؛ د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو د مرستیال حشمت الله غفوري ترڅنګ د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل، د کرنې وزارت د اوبولګولو رییس او یوشمېر سیمه ییزو چارواکي شتون درلود.

د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري وویل، چې تر دې مخکې هم د هېواد د پنځو زونونو «کابل، ننګرهار، بغلان، هرات او بلخ» پر یوشمېر بزګرانو ۳۶ عرادې لایزر لېول ماشینونه وېشل شوي دي. هغه وویل، چې اوس مهال پنځو زونونو لپاره ۸۴ لایزر لېول ماشینونه په پام کې نیول شوي دي.

ښاغلی غفوري وویل، د ځمکې اوارولو دغه ۸۴ ماشینونه چې ټولیز ارزښت یې ۳۵ میلیونه افغانۍ ده په ۳۰ سلنه ونډې سره د بزګرانو په واک کې ورکول کیږي. حشمت الله غفوري وویل: «د دې کار موخه دکرنې میکانیزه کول او د عصري کرنیز سیسټم ترویجول دي.» هغه وویل، چې له دغو ماشینونو څخه ګټه پورته کول ددې ترڅنګ چې په کرونده کې لږې اوبه مصرفیږي او د اوبولګولو چارې اسانوي، د کتار په ډول کرکېله، خیشاوه او د سرې او تخم شیندلو چارې هم اسانوي او د حاصلاتو د لوړېدا سبب کیږي.»

په ورته وخت کې د ننګرهار والي شاه محمد میاخیل وویل، ننګرهار کرکېلي لپاره مناسب اقلیم لري، خو په تېرو کلونو کې ددې ولایت د کرنې برخې ته ځانګړې پاملرنه نه ده شوې. هغه د کرنې له وزارت څخه په مننې سره وویل، چې په دې وروستیو کې په دې برخه کې هلې ځلې روانې دي، چې یوه بېلګه یې پر بزګرانو د ځمکې اوارولو د ماشینونو وېشل دي. هغه وویل، چې دغه ماشینونه به د بزګرانو د ځمکې د حاصلاتو د لوړېدا سبب شي. د ښاغلي میاخیل په خبره د ننګرهار کانال کارونه چې تر دې مخکې په ټپه درول شوې وه، دمګړۍ یې چارې کړندي شوي دي او کرنې وزارت یاد کانال ته پوره پاملرنه کوی.

ددغو لایزر لېول ماشینونو له وېش څخه د کرنې وزارت موخه دکرنې میکانیزه کول او د عصري کرنیزو سیسټومونو دودول دي.

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۳:۵۹
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق                                                                     
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د هسکه مېنه،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د نورستان کامدېش کې زرګونو کورنیو ته د کوچنیو کرنیزو کاروبارونو د پیاوړتیا په‌پار نغدي مرستې ووېشل شوې

۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د«ارارډي‌پي‌او» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د خوړو نړۍوال پروګرام «ډدبلیوافپي». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۰:۱۲
Background image

کونړ کې د بروسلوز ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاين پيل شو

۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ خدماتو او څارویو د روغتیا آمریت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو ملتونو د خوړو او. . .

بازگشت