لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۹:۱۳
474

لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د لغمان دکرنې رييس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ د ددې ولایت دکرنې ریاست کې خپله غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د لغمان دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوي عبدالستار محمد لارښوونکې وينا ويلو ترڅنګ د تېرې غونډي دپريکړو دتطبيق ارزونه وکړه
په دغه ناسته کې دعلینګار ولسوالۍ د نورلام صیب درې د افغان لام او ثروت قومونو د لنجه وړ غر په سر ، دقرغیو ولسوالۍ د الیاس خیلو او بیټني قومونو د سرک او دغره په سر د رامنځته شوو دوسیو باندې بحث ترسره او د دوسیو اړوندو کسانو څرګندونې واوریدل شوې، د نورلام صیب درې خلکو ته د دوسیي د ښې څیړلو او معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره رسمي استعلامونه ورکړل شو ترڅو لیکل شوو پوښتنو ته په وخت ځوابونه وړاندې کړي همداراز دبیټنې او الیاس خیلو  دواړو قومونو څخه خپل یو یواستازی غونډې ته حاضر شوي وو دوی وویل چې زمونږ  نور ولسونه چې په دوسیه کې ښکیل دي د یوڅه ستونزو په اساس نن ندي حاضرشوي دغه دوسیه دې راتلونکي جلسې ته دبحث لپاره وځنډول شي. چې د تخنیکي پلاوي له لوري دوي ته تر راتلونکې جلسې پورې مهلت ورکړ شو.
دغه راز په دې غونډه کې د علیشنګ کاکړ قوم د څؤځآی د غصب دوسیي اړندو کسانو یاد تخنیکي پلاوي سره وکتل په دغه کتنه کې راغلي کسانو ادعا درلوده چې د دوی مقابل جانب په مدعي بها کې نیالګي کینوي او دغه څړځای غصبوي دخپلې دوسیې د غور او بررسۍ غوښتنه یې کوله چې د تخنیکي هیئت له لوري دوی ته د دوسیې د څیړلو او کارمخنیوي په برخه کې ډاډ ورکړ شو
 دغه راز د غونډې په ترڅ کې پر یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې او د عاریضونو دوسیې او ستونزې وڅېړل شوې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۱:۳۵
Background image

ننګرهار کې د اسلامیک ریلیف مؤسسې د کړنو اروزنه وشوه

۱۱ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په لارښوونه د کرنیزو خدمتونو امر مفتي عزیز الرحمن عزیز او د احصایي او ارقامو د تنظیم امر قاري. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۰:۴۵
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کندز د کرنې ریاست له رییس او کارکوونکو سره وکتل

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» د کندز ولایت دکرنې له رییس مولوي امان الله حسن او د یاد ریاست له کارکوونکو سره په کتنه کې د عشر او زکات، د طبیعي سرچینو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۰:۲۸
Background image

کندز ته د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال سفر

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د کندز له والي ملا نثار احمد نصرت او د دغه ولایت له سیمه ییزو. . .

بازگشت