لغمان کې د شولو ۳۰ ننداریزې کروندې جوړېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۹:۲۱
لغمان کې د شولو ۳۰ ننداریزې کروندې جوړېږي

دلغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د مرکز په ګډون په یوشمېر ولسوالیو کې دکتار په ډول دشولو دعصري کرکېلي د ترویج په موخه د ننداریزو کروندو جوړولو په پار پر۳۰ بزګرانو توره او سپینه سره، د کرکېلي اړین توکي او نغدې پیسې وېشلي دي.
د لغمان دکرنې ریاست وايي، چې دغه ننداریزې کروندې د کرنې ریاست د پراختیایي بودیجې له لارې جوړېږي. 
یاد ننداریزې کروندې بزګرانو ته د کتار «ریپا» په ډول دشولو کرلو د نوي او عصري میتودونو د زده کړې او رواجولو په موخه جوړېږي. د لغمان دکرنې ریاست د چارواکو په خبره دکرنې وزارت له لورې یادو بزګرانو ته ټول تولیدي عوامل په وړیا توګه ورکړل شوي دي او هڅه کوي، چې راتلونکې کې پر نورو بزګرانو هم ورته مرستې ووېشي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت