فراه کې ۴۰ لویې شنې خونې جوړې شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۳ - ۱۵:۱
۴۰ گل‌خانه‌ی بزرگ در فراه ساخته شد

۱۳ لړم ۱۳۹۹
د کرنې وزارت ددې وزارت د یوې پروژې له لارې د فراه ولایت د پشت رود او خاک سفید په ولسوالیو کې د سیمې یوشمېر بزګرانو ته ۴۰ لویې شنې خونې جوړې کړې. دغه شنې خونې هر یوه یې په ۳۰۱ متر مربع ځمکه کې رغول شوی دی.
دکرنې وزارت ددې پروژې له لارې، ددغو شنوخونو د رغنیزو چارو په بشپړېدو سره سم، له دغو شنوخونو څخه پر برخمن شویو بزګرانو د کرکېلي او حاصل ټولولو ۲۲ توکي هم وېشلي دي.
په دغو وېشل شویو توکو کې «۶۰۰Watt» لمریزې تختې، اصلاح شوي تخمونه، د درمل شیندولو پمپ، د شنې خونې د حاصلاتو ټولولو بستې، حیواي او کیمیاوي سرې، کراچۍ او پلاستیک شامل دي.
د کرنې وزارت ددې پروژې له لارې تر دې دمه د فراه ولایت په پشت رود او خاک سفید ولسوالۍ کې په ټولیزه توګه بزګرانو ته ۲۰۵ شنې خونې جوړې کړي دي.
ددغو شنوخونود جوړولو موخه د ارزښت لرونکو کرنیزو توکو دودول، د بزګرانو د پوهې کچه لوړول، له کمې ځمکې څخه ډېر حاصل اخیستل او په یوه کال کې له شنوخونو څخه درې فصله محصولات راټولول دي، ترڅو بزګران د حلال کښت له لارې عواید تر لاسه او له حرام کرکیلې څخه ځان وژغوري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۵۵
Background image

د امارتي شرکتونو لوی رییس د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له میکانيزه فارمونو او فابریکو لیدنه وکړه

۲۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د امارتي شرکتونو لوی رییس مولوي احمدجان بلال، د ملي پراختیا شرکت له اجرائیوي رییس عبدالرحمن عطاش او یو شمېر نورو مسؤولینو سره یو ځای، د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۹:۱۸
Background image

پکتیا کې پر ۱۷۵ بڼوالو د بڼوالې اړوند توکي ووېشل شول

۲۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو مالدارۍ ریاست اړوند د همکاری موسسې اکشن اېډ له‌ لورې ددې ولایت په سید کرم ولسوالی کې پر ۱۷۵ تنو بڼوالو د بڼوالې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۹:۱۸
Background image

د هلمند دکرنې رئیس  د چرګانو پالنې ټولنې له چارواکو سره وکتل 

۲۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع، په داسې حال کې، چې د یاد ریاست د مالدارۍ آمر هدایت‌الله هدایت او د کرنې. . .

بازگشت