غور کې د مڼې ساتنې ۲۰ صفر انرژۍ سړې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

content_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۷:۳۳
غور کې د مڼې ساتنې ۲۰ صفر انرژۍ سړې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۵ غویی ۱۴۰۰
د غور ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د مڼې ساتنې د ۲۰ صفر انرژۍ سړوخونو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
ددغو سړوخونو د جوړولو چارې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژې په اډانه کې تېرکال د ۵۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوي و.
د غور د کرنې رییس محمدبلال امیري وایي، چې ددغو سړوخونو جوړول د بڼوالۍ د محصولاتو په ساتنه او د بزګرانو اقتصادي ودې په برخه کې رغنده رول لري او ددغو سړوخونو پر مټ بزګران کولی شي، چې خپل محصولات خوندي او په مناسب وقت او مناسبه بیه یې بازارته وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۹:۱۹
Background image

د پکتیکا زیړوک ولسوالی کې پر سلګونو مالدارانو د خوراکي توکو او نغدي مرستو د وېش بهیر بشپړ شو

۱۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش 
۲۷  جمادالاول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د (اکشن اېډ) مؤسسې له لوري، چې مالي ملاتړ یې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۹:۱۹
Background image

روزګان کې پر ۲۰۰ زره څارويو د طبق ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شو

۱۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په همکارۍ، د دغه ولایت په مرکز او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۴:۲۶
Background image

لغمان کې ۵۰۰ مالدارانو ته د څارویو د خوراکي توکو او نغدي مرستو  وېش لړۍ پیل شوه

۱۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‎او» په مالي ملاتړ او د «اکشن‌اېډ» مؤسسې په تخنیکي. . .

بازگشت