د کونړ څوکۍ ولسوالی کې زلزلهځپلو ۵۰ کورنیو ته محلي نسل غواګانې ووېشل شوې
۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالی کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو مالدارو کورنیو د ملاتړ په موخه، ۵۰ زلزلهځپلو کورنیو ته بلاربې، ځوانې او د کونړ د محلي نسل غواګانې ووېشل شوې.
دغه مرسته د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ډنمارک د کډوالو شورا په مالي لګښت او د «ستاسو غږ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د څوکۍ ولسوالی له ۵۰ اړمنو او زلزلهځپلو کورنیو سره ترسره شوه.
د دې مرستې په ترڅ کې هرې کورنۍ ته یوه بلاربه، ځوانه او د کونړ د محلي نسل غوا ورکړل شوه، چې له دې لارې به یادې کورنۍ وکولای شي د شېدو او خوسکیو له ترلاسه کولو څخه په ګټې اخیستنې خپل اقتصادي وضعیت پیاوړی او د ژوند اړتیاوې تر یوه بریده برابرې کړي.
مسوولین وايي، د یادې مرستې لړۍ به همدلته پای ته ونه رسېږي، بلکې ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلوګرامه متراکمه حیواني خورا او د څارویو د حفظالصحې یو حیواني روغتیايي کټ هم ورکړل شي.
د کونړ د کرنې ریاست چارواکي د دغو مرستو موخه د زلزلهځپلو مالدارو کورنیو اقتصادي پیاوړتیا، د څارویو د روزنې ملاتړ او د هغوی د معیشت د بېرته رغولو لپاره د زمینه برابرول بولي.
