د کونړ وټهپور کې د مېوه لرونکو نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل شو

د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او د شپول همکارې مووسسې له لوري نن په وټهپور ولسوالۍ کې د مېوه لرونکو نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل شو.
د دې کمپاین په ترڅ کې به په وټهپور، غازيآباد او مرکز کې ۹۰ جریبه باغونه جوړ شي او بڼوالو ته به کیمیاوي سرې او د بڼوالۍ کیټونه ووېشل شي.
د کمپاین د پرانیستې پر مهال د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تخنیکي سلاکار سید حفیظ الله پاچا بڼوالو ته د بڼونو د ارزښت او تخنیکي مسایلو په اړه مشورې ورکړې.
همداراز، د کرنیزو چارو آمر نجیبالله (عادل) د مېوه لرونکو نیالګیو د اېښودلو، د څانګو پرې کولو او د حاصل راټولولو په اړه بڼوالو ته لازم معلومات ورکړل.