د کندهار کښته مېوند ولسوالی کې ۲۵۰۰ بزګران وروزل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۰:۲۱
د کندهار کښته مېوند ولسوالی کې ۲۵۰۰ بزګران وروزل شول

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکټېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د کښته مېوند ولسوالی ۲۵۰۰ بزګرانو ته څلور ورځنۍ روزنیز پروګرام په لاره اچول شوې وه.
دغو بزګرو ته د غنمو د کرنې لپاره د ځمکې جوړول، د تخم کرل، اوبه لګول، د هرزه وښو او ناروغیو مخه نیول، د حاصلاتو راټولول او نور اړین معلومات د مسلکي کسانو لخوا ورکول کېږي.
د دې روزنې موخه د بزګرانو د کرنې کیفیت لوړول، د پرمختللو میتودونو څخه ګټه اخیستل، له کمو مځکو څخه د لوړو حاصلاتو ترلاسه کول، د کښت حاصلاتو زیاتول، د کیمیاوي سرو مناسب استعمال، او د آفتونو او ناروغیو په وړاندې مبارزه کول ښودل شوي دي.
یاده دې وي، چې دغو روزل شویو بزګرانو ته یوه اوونۍ مخکې د اصلاح شویو غنمو تخمونه او کیمیاوي سرې هم وېشل شوې وې، ترڅو د روان کال لپاره کرنه په اغېزمنه توګه ترسره کړي.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې د کندهار د غورک، ژړۍ او معروف ولسوالیو کې هم زرګونه بزګرانو ته د غنمو کرنې، کیمیاوي سرې مناسب استعمال او دې ته ورته برخو کې روزنه ورکړل شوې وه.
د دې روزنې موخه د بزګرانو د کرنې کیفیت لوړول، د حاصلاتو زیاتول، د کیمیاوي سرو مناسب استعمال، او د کرنیزو آفتونو او ناروغیو پر ضد مبارزه وه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۱:۶
Background image

ننګرهار ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د قدرتي سرچینو دلوی رییس سفر 

۲۴ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د قدرتي سرچینو لوی رییس مولوي عبدالاحد خلیل، د نښترو «چهار تراش» لرګیو د راټولولو او د ضبط شوو لرګیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۱:۱
Background image

فراه کې د سربندونو او استنادي دېوالونو رغنیزې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې

۲۴ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق 
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د یاد ولایت د اوبو لګولو د سیستم د پیاوړتیا او د کرنیزو ځمکو د خوندیتوب په موخه پراخ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۰:۲۹
Background image

ننګرهار کې ۲۰۰  برګرانو سره د اصلاح شوي تخمونو او وسایلو اخېستلو په موخه نغدې مرسته کېږي

۲۴ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق 
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ماشومانو ساتني دفتر له لورې د مومندرې او لعلپورې ولسوالیو د ۲۰۰  تنو. . .

بازگشت