د کندهار کوهکران څېړنیزفارم کې لسګونه ډوله تیلي بوټې کرل کېږي
![د کندهار کوهکران څېړنیزفارم کې لسګونه ډوله تیلي بوټې کرل کېږي](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-06/whatsapp_image_2024-06-02_at_15.39.12_ca7f0b87.jpg)
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د دې ولایت د کوهکران څېړنیز فارم کې دلومړي ځل لپاره ۷۰ ډوله تیلي بوټي کرل کېږي.
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی فضل الباري فضلي وویل:«د لومړي ځل لپاره د کندهار دکوهکران څېړنیز فارم کې ۷۰ ډوله تیلي بوټې، چې وطني، ازبیکستانې او ترکي تخمونه په کې شامل دې کرل کېږي.»
د ښاغلي فضلي په خبره د ۷۰ ډوله تیلي بوټو له ډلې دوه ډوله تخمونه یې دټیکا ادارې، څلور ډوله تخمونه یې د ازبیکستان هېواد او نور ډولونه یې له بېلابېلو ولایتو څخه دي.
د کندهاردکرنې ریاست زیاته کړه: «دغه تخمونه د متخصصینو له لوري تجربه شوي، چې پرحاصله او کمو اوبو ته اړتیا لري. یاد تخمونه په دې فارم کې کرل کېږي، ترڅو دلته یې توافق ولیدل شي او بیا بزګرانو ته ترویج شي.»
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی فضل الباري فضلي وویل، چې د تېلی نباتاتو د ترویج موخه په کور دننه کارخونو ته د خامو موادو برابرول او د کوکنارو بدیل کښت ته زمینه برابرول دي.