د کندهار د انګورو سږنۍ حاصلات نږدې ۳۰۰ زره مټریک ټنو ته رسیږي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۱ - ۱۲:۳۷
د کندهار د انګورو سږنۍ حاصلات نږدې ۳۰۰ زره مټریک ټنو ته رسیږي
۱ وږی ۱۳۹۹
د کندهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې سږکال د تېرکال په پرتله ددې ولایت د انګورو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی. د کندهار دکرنې رییس سید حفیظ الله سیدي وایي، چې ددې ولایت د ۱۷ ولسوالیو پر ۲۰ زره او ۵۰۰ هکټار ځمکه کې د انګورو بڼونه جوړ شوي دي، چې له دغو بڼونو څخه به سږکال څه باندې ۲۹۰ زره ټنه انګور راټول او بازار ته به وړاندې شي. دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال له یادو بڼونو څخه ۲۷۳ زره او ۶۰ مټریک ټنه انګور په لاس راغلي و.
سید حفیظ الله سیدي وایي، چې ددې ولایت د انګورو د سږني حاصلاتو د زیاتوالي اصلي لاملونه د بزګرانو عامه پوهاوی، روزنیزې برنامې او د بزګرانو او ځمکوالو سره د کرنې ریاست مرستې او همکارۍ دي.
سپین بولدک، دامان، معروف، شاولیکوټ، ژېړۍ، پنجوایي، ډنډ او ارغستان د کندهار هغه ولسوالۍ دي، چې د کندهار د نورو سیمو په پرتله په کې د انګورو ډېر شمېر بڼونه جوړ شوي دي.
په کندهار کې د انګورو بېلابېل ډولونه شته لکه اوڅار، شونډوخاني، سره کشمش، قلمه، سره لالا، لالا یک دانه، حسیني، ایته او داسې نور.
له شونډوخاني او ایته انګورو څخه کشمش یا ممیز هم جوړېږې.
د کندهار ولایت د انګورو بڼوال عبدالحق وايي، کلونه کیږي، چې د انګورو بڼ لري او له دې لارې ښه عواید هم په لاس راوړي او د خپل کور او ژوند لګښتونه پرې پوره کوي. عبدالحق وایي «له خپلې بڼوالۍ سره خوښ یم، له بڼوالۍ سره مې په ژوند کې لوی بدلون راغی، د کرنې وزارت له موږ سره په هره برخه کې مرستې او همکارۍ کوي چې ترې مننه کوو، خو انګورو لپاره د مارکېت نه شتون زموږ لویه ستونزه ده، که حکومت زموږ د انګورو حاصلاتو لپاره بازارموندنه وکړي زموږ د عوایدو کچه به څو چنده زیاته شي.»
انګور او انار د کندهار له مشهورو مېوو څخه ګڼل کېږي. د کرنې وزارت ددې ولایت د انګورو بڼوالو د حاصلاتو د خوندي کولو او د دوی د ملاتړ په پار روان کال د ۹۱۱ ممیزخونو د جوړولو چارې پیل کړي دي، چې رغنیزې چارې به یې ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې کندهار هر کال زرګونه ټنه انګور توليدوی، پر دې سربېره چې تازه انګور خرڅوي، د انګورو د وچولو او ممیزو لپاره هم عصري ممیز خونو ته اړتيا لري، چې دغه اړتيا اوس د کرنې وزارت له خوا پوره کیږي.
کندهار په هېواد کې د انګورو له سترو تولیدوونکو ولایتونو څخه دی او د یادو ممیزخونو جوړول کولای شي، چې ددې ولایت د انګورو بڼوالو یوشمېر ستونزې هوارې کړي.
د کندهار انګور د هېواد د نورو ولایتونو ترڅنګ ګاونډیو هېوادونو او ان سعودي عرب او یوشمېر نورو هېوادونو ته هم صادریږي او ښه بازار هم لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۴:۵۸
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۱۶ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګوشتې او بټې کوټ ولسوالیو بوټو ساتني مدیریت کارکوونکو په مختلفو کلیو کې بڼوالو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۴:۳
Background image

کندز کې د کرنې او کلیو پراختیا سکټور د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۱۶ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
کندز ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د همکارو مؤسسو او بنسټونو سره د همغږۍ او پرمختګ په موخه غونډه وکړه. په دې ناسته کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۲:۴۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت چارواکي: درېیم فارم څخه به سږکال نږدې درې زره ۳۰ ټنه جوار ترلاسه شي 

۱۶ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د درېیم فارم چارواپي وایي، سږ کال په دغه فارم کې شاوخوا ۴۰۳۰ جریبه ځمکه د جوارو د کرلو لپاره ځانګړې شوې ده، چې د. . .

بازگشت