د کندهار بولدک ولسوالی کې پر لسګونو کورنیو د شېدو راټولولو او لېږد توکي ووېشل شوې

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۹:۸
د کندهار بولدک ولسوالی کې پر لسګونو کورنیو د شېدو راټولولو او لېږد توکي ووېشل شوې


۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولنې په مالي او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ د کندهار په بولدک ولسوالی کې ۶۴ بېوزلو او اړمنو کورنیو ته د ۸۷ زره افغانیو په ارزښت د شېدو راټولولو او لېږد توکي ووېشل شول.
په دغه مرسته کې هرې کورنۍ ته یو منرال بلاک، دشېدو راټولولو لپاره یو سطل، او د شېدو د انتقال او ساتنې لپاره یوه المونیمي ډبه ورکړل شوې ده. دا توکي به مرسته وکړي، چې شیدې د څارویو څخه په صحي او معیاري لوښو کې راټولې، او بیا په تازه ډول بازار ته وړاندې شي.
د دې مرستې موخه د بېوزلو کورنیو ملاتړ، د شېدو په راټولولو او لېږد کې د حفظ‌الصحې اصولو مراعت، او په معیاري لوښو کې د شېدو راټولول او بازار ته انتقالول دي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د کندهار د کرنې ریاست په هڅو او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، شاوخوا یوه میاشت وړاندې، ۶۰ بېوزلو کورنیو ته د وړیو څخه د تار ایستلو او د خیاطۍ ماشینونه وېشل شوې وه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۹
Background image

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د قرآن کریم د ترجمې ختم ترسره شو

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د مبارکې روژې له لومړۍ ورځې څخه تر ۲۸مې پورې د قرآن کریم د ترجمې لړۍ په منظم ډول ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې ۶۳۰ کورنیو ته مرستې او د کانالونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ګډې هڅې ملي بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «جیای‌ان» مؤسسې په مالي لګښت، د مومندرې. . .

بازگشت