د کندهار ارغنداب کې یوشمېر بڼولو سره د بڼوالۍ اړونده توکو مرسته وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۱:۸
333

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د سولې بنسټ مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د ارغنداب ولسوالی کې د بڼوالۍ د پیاوړتیا او د نشه یي توکو دمخنیو په موخه پر یوشمېر بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي وېشلي دي. 
ددغو مرستو د وېش موخه د بڼوالو ملاتړ او په دې ولایت کې د بڼوالۍ د محصولاتو معیاري کول دي.
د کندهار دکرنې ریاست هلې ځلې کوی، چې روزنیزو پروګرامونو سره د بڼوالو وړتیا لوړ او د دوی د بڼونو محصولات ډېر او ښه کړي، چې هم د بڼوالو عواید زیات شي هم بزګران مشروع کرکېلي ته مخه کړي.
له دغو توکو څخه برخمن شوي بڼوال د کرنې وزارت له هلوځلو څخه د منني ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د بڼوالۍ د حاصلاتو د زیاتوالي په پار هلې ځلې کوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۴:۲۱
Background image

تخار کې څه دپاسه پنځه زره مټریک ټنه اضافي غنم پېرل او زېرمه کېږي

۱۳ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۳۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې، د تخار له ولایت څخه پنځه زره او ۹۱ مټریک ټڼه غنم پېرل او زېرمه کېږي.
ددغو غنمو له ډلې یوزر او ۳۲۰. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۱:۴۸
Background image

فراه کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

۱۳ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۳۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
فراه کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د فراه د کرنې،ابولګولو او مالداری رییس الحاج مولوی شاه محمد حاجی سروری په مشرۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۱:۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د تخار ولایت د کرنې ریاست له رییس او کارکوونکو سره وکتل

۱۳ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۳۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» د تخار ولایت د کرنې ریاست له رییس قاري قطب الدین دهنوي. . .

بازگشت