د کندهار ارغنداب کې د میلکو کمپنۍ سره د لبنیاتو ماشینونو مرسته وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۴:۷
د کندهار ارغنداب کې د میلکو کمپنۍ سره د لبنیاتو ماشینونو مرسته وشوه

۶ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «سي،اچ،اې» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د ارغنداب په ولسوالی کې د میلکو کمپنۍ دوو څانګو سره د لبنیاتو د پروسس اړونده توکو مرسته وکړه.
د چاراکو په خبره ددې مرستې په ترڅ کې یادو څانګو ته د شېدو ټولولو ټانکۍ، چې هر یوه یې د دوه زره لیټره شېدو د ټولولو وړتیا لري او ترڅنګ یې دوه جنراټورونه، چې ۶۴ کیلواټه برېښنا تولیدوي او د شېدو د حرارت ساتلو په موخه ترې ګټه پورته کېږي ورکړل شوي دي.
ددې مرستې موخه د ارغنداب ولسوالی د میلکو کمپنۍ څانګو معیاري کول، د مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې خلکو ته معیاري لبنیات و ړاندې کول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۱:۳۵
Background image

ننګرهار کې د اسلامیک ریلیف مؤسسې د کړنو اروزنه وشوه

۱۱ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په لارښوونه د کرنیزو خدمتونو امر مفتي عزیز الرحمن عزیز او د احصایي او ارقامو د تنظیم امر قاري. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۰:۴۵
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کندز د کرنې ریاست له رییس او کارکوونکو سره وکتل

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» د کندز ولایت دکرنې له رییس مولوي امان الله حسن او د یاد ریاست له کارکوونکو سره په کتنه کې د عشر او زکات، د طبیعي سرچینو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۰:۲۸
Background image

کندز ته د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال سفر

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د کندز له والي ملا نثار احمد نصرت او د دغه ولایت له سیمه ییزو. . .

بازگشت