د کرنې وزیر د کونړ له والي سره وکتل  

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۹:۵۴
د کرنې وزیر د کونړ له والي سره وکتل  

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د کونړ له والي مولوي قدرت الله ابو حمزه سره وکتل او د ځنګلونو د ساتنې او کروندګرو او مالدارانو ته د اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د کونړ والي ته د خپل سفر موخه تشریح کړه او د کرنې وزارت د هغو پلانونو او برنامو په اړه یې خبرې وکړې چې له بېلابېلو لارو د کروندګرو او مالدارانو د ژوند د شرایطو د بدلولو په موخه ترسره کېږي، ښاغلی عمري زیاته کړه:
«  موږ غواړو چې، زموږ هېواد له وارداتي حالت څخه پر ځان بسیا او صادراتي شي،  د همدې موخې لپاره، موږ په کرنیز سکټور کې، د حاصلاتو د زیاتوالي لپاره د اصلاح شویو تخمونو وېش، د مالدارۍ په برخه کې، د لبنیاتو سیسټم عصري کول، د طبیعي زېرمو په برخه کې د طبیعي زېرمو ساتنه او او تلپاتې پراختیا، د اوبولګولو په سکتور کې، په هېواد کې د ډېرو اوبو مدیریت او د هغې اغیزمنه ګټه اخیستنه او د ځمکې په سکټور کې، د هېواد د ځمکو مدیریت او یووالي د کرنې وزارت موخې او پلانونه دي. په همدې موخه کونړ ولایت ته راغلی یو، چې د یادو موضوعاتو په تړاو وضعیت له نږدې وڅېړو».
همدارنګه د کرنې وزیر د منابعو د ساتنې او اغېزمنې استفادې په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه:
«  کونړ ولایت یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې د ځنګلونو تر ټولو لویه برخه پکې موقعیت لري، نو موږ باید د یو بل سره په همغږۍ د کونړ ولایت د ځنګلونو د ساتنې، دوامدارې پراختیا او اغیزمنې استفادې په برخه کې جدي کار وکړو، چې ځنګلونه مو خوندي او پراخې شي، چې زموږ د سفر موخه هم په ځانګړې توګه همدا موضوع ده».
په همدې حال کې د کونړ والي مولوي قدرت الله ابو حمزه په کونړ ولایت کې د کرنې وزارت له پروګرامونو او خدمتونو څخه هرکلی وکړ او د ځنګلونو د ارزښت په اړه یې خبرې وکړې او ویې ویل: « حقیقت دا دی چې ځنګلونه د هېواد په زرغونولو کې مهم رول لوبوي. تاسو ته ډاډ درکوم چې د کرنې وزارت د قوانینو او طرزالعملونو سره سم د هېواد د ځنګلونو او طبیعي زیرمو ساتنه کوو.».
په دې کتنه کې د کونړ، لغمان او ننګرهار د کرنې رییسانو، د ننګرهار د کانال رییس، د ځنګلونو د تنظیم رییس، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مقام سلاکار او د کونړ ولایت یوشمېر سیمه ییزو چارواکو او ولسوالانو هم حضور درلود.

وزیر زراعت با والی کنر دیدار کرد  
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایت کنر با مولوی قدرت الله ابوحمزه والی کنر دیدار کرده و پیرامون حفاظت از جنگلات و ایجاد سهولت برای دهقانان و مالدارن صحبت کردند.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت در این دیدار هدف سفرش را به والی ولایت کنر بیان کرده و پیرامون برنامه‌های وزارت زراعت جهت تغییر وضعیت معیشتی دهقانان و مالداران از مجراهای مختلف سخن زده افزود 
«ما می‌خواهیم که ملک ما از وضعیت وارداتی به حالت خودکفایی و صادراتی برسد و به همین منظور در بخش زراعت  توزیع تخم‌های بذری اصلاح شده جهت بلند بردن حاصلات، در بخش مالداری عصری سازی سیستم لبنیات،  در بخش منابع طبیعی حفاظت و توسعه پایدار منابع طبیعی، در بخش آبیاری مدیریت آبهای فراوان کشور و استفاده موثر از آن و در بخش اراضی مدیریت و یکدست سازی اراضی کشور از اهداف و برنامه‌های وزارت زراعت است که به این منظور به ولایت کنر آمدیم تا در ارتباط به این موضوعات از نزدیک وضعیت را بررسی نماییم».
ه‍مچنان وزیر زراعت پیرامون حفاظت و استفاده موثر از منابع صحبت کرده علاوه نمود« ولایت کنر از ولایت‌های است که بیشترین ساحات جنگلی در آن موقعیت دارد پس ما باید در  بخش حفاظت، توسعه پایدار و  استفاده موثر از جنگلات ولایت کنر در هماهنگی با یکدیگر به گونه جدی کار نماییم که جنگلات ما حفاظت شده و توسعه یابد که هدف از سفر ما هم مخصوصا همین موضوع می‌باشد.
 در همین حال مولوی قدرت الله ابو حمزه والی ولایت کنر از  برنامه‌ها و خدمات وزارت زراعت در ولایت کنر اسقبال کرده و در مورد اهمیت جنگلات سخن‌زد « واقع که جنگلات در سرسبز سازی کشور بسیار نقش دارد و ما در این مورد به شما اطمینان می‌دهیم که مطابق به قوانین و طرزالعمل وزارت زراعت از جنگلات و منابع طبیعی کشور حفاظت می‌نماییم».
در این دیدار روئسای زراعت کنر، لغمان، ننگرهار، رییس کانال ننگرهار، رییس تنظیم جنگلات، رییس اطلاعات و آگاهی عامه و مشاور مقام وزارت زراعت آبیاری و مالداری و شماری از مسوولان محلی و ولسوالان ولایت کنر حضور داشتند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت