د کرنې وزیر دټاپي پروژې له رییس سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۱
دیدار وزیر زراعت با رئیس پروژه تاپی

۲۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ټاپي پروژې له رییس مراد امانوف او د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره وکتل او په افغانستان کې د دې پروژې د مسیر د ځمکو د استملاک د بهیر په اړه یې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې مراد امانوف د ټاپي پروژې د پلي کېدو د بهیر په اړه معلومات وړاندې کړل او غوښتنه یې وکړه، چې د دې پروژې د مسیر د ځمکو د استملاک بهیر چټک شي او د استملاک کېدونکو ځمکو بیې دې د ټاپي پروژې د څلورو ښکېلو هېوادونو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک له مخې په عادلانه ډول وټاکل شي.
په همدې حال کې مولوي عطاءالله عمري د ټاپي پروژې پلي کېدل د افغانستان په ګټه وبلل او د دې پروژې مسؤلینو ته یې ډاډ ورکړ چې د هېواد د نافذه اصولو او قوانینو له مخې به د ځمکو د اجارې ټاکلې بیې مشخصې شي. د هغه په وینا، دا مهال د بیو د ټاکلو پر مسوده کار روان دی، څو د خصوصي، شخصي او امارتي ملکیتونو ځمکو لپاره عادلانه بیې وټاکل شي.
دټآپي پروژه له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته د ګازو د لېږد یوه ستره پروژه ده، چې د هغې یوه برخه مسیر له افغانستان څخه تېرېږي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د دې پروژې د مسیر اړوند ځمکو د ارزونې، تثبیت او استملاک په برخه کې تخنیکي ونډه لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۲
Background image

د استملاک قانون د مسودې د جوړولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه 

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې د استملاک قانون د مسودې د جوړولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه. 
په دغه غونډه کې، چې د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د ارزونې، استملاک او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ترکیې د خیریه مؤسسې له مشرتابه پلاوي سره وکتل

۱۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، نن د خپل کارپه دفتر کې د ترکیې د خیریه مؤسسې له رییس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۲۳
Background image

د کرنې وزارت او د هالند کمېټې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د هالند کمېټې ترمنځ «په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د پایدارو معیشتونو ښه‌والی او د. . .

بازگشت