د کرنې وزارت پلاوي په ازبیکستان کې له تولیدي، کرنیزو او صنعتي مرکزونو څخه لیدنه وکړه

qiam_amin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۱:۲۲
د کرنې وزارت پلاوي په ازبیکستان کې له تولیدي، کرنیزو او صنعتي مرکزونو څخه لیدنه وکړه

۱۸ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي د ازبیکستان جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په دویمه ورځ، د اندجان په ولایت د اساکه ولسوالی له یو شمېر تولیدي، کرنیزو، مالدارۍ او صنعتي مرکزونو څخه لیدنه وکړه.

د دغو لیدنو په لړ کې، پلاوي د پنبې او کرنیزو محصولاتو د تولید او پروسس له یوې فابریکې، د کرنیزو شنوخونو له یوې ټولګې او د سرو مرچو د پروسس له یوې فابریکې څخه لیدنه وکړه او د دغو مرکزونو له تولیدي ظرفیتونو، تخنیکي امکاناتو او د محصولاتو د پروسس او بسته‌بندۍ له بېلابېلو پړاوونو سره بلد شو.

همدارنګه، پلاوي د انګورو له یوه سوداګریز بڼ څخه، چې د اوبو لګولو عصري څاڅکي سیستم پکې کارول کېږي، او د چورګوړو د تولید له یوې فابریکې او د غوښې چرګانو د پروسس او بسته‌بندۍ له یوه مرکز څخه هم لیدنه وکړه. په دغو لیدنو کې د تولید عصري لارې چارې، د اوبو د سرچینو مدیریت، د سوداګریزو بڼونو پراختیا، د حفظ‌الصحې معیارونه او د چرګانو روزنې د صنعت ظرفیتونه وڅېړل شول.

د سرو مرچو د پروسس د فرعي محصولاتو او پاتې شونو کارول د سینګار او ښکلا د صنعت لپاره د لومړنیو توکو په تولید کې هم د دغو لیدنو له مهمو برخو څخه وو، چې د کرنیزو محصولاتو د ارزښت لوړولو او د صنعتي تولیداتو د تنوع په برخه کې پرې بحث وشو.

د دغو لیدنو موخه د عصري تجربو او ټکنالوژیو پېژندنه، د تولیدي او تخنیکي ظرفیتونو ارزونه او د کرنې، مالدارۍ او اړوندو صنعتونو په برخو کې د پوهې د لېږد او د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د ګډو همکاریو د پراختیا د فرصتونو پېژندل بلل شوي دي.

د دویمې ورځې د پروګرام په وروستۍ برخه کې، پلاوي د ت بابر تاریخي بڼ له سیمې څخه هم لیدنه وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۱:۲۲
Background image

د کرنې وزارت پلاوي په ازبیکستان کې له تولیدي، کرنیزو او صنعتي مرکزونو څخه لیدنه وکړه

۱۸ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي د ازبیکستان جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په دویمه ورځ، د اندجان په ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۹:۵۱
Background image

پکتیکا کې یوشمېر وټرنرانو او لبنیاتو پلورونکو سره د اړینو توکو مرسته وشوه

۱۸ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اړیکو دفتر له لوري د څلور میلیونه افغانیو په ارزښت پر ۱۰ وټرنرانو او۱۲ . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۵:۱۶
Background image

کونړ کې د تخم پلورونکو هټیو څخه څارنه ترسره شوه

۱۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنیزو تخمونو د کیفیت ډاډمنتیا او په بازار کې د تاریخ‌ تېرو، تقلبي او بې‌کیفیته تخمونو د پلور د مخنیوي په موخه، د کونړ ولایت په یو شمېر. . .

بازگشت