د کرنې وزارت پلاوي په ازبیکستان کې له تولیدي، کرنیزو او صنعتي مرکزونو څخه لیدنه وکړه

qiam_amin
Mon, Nov 09 2026 11:22 AM
د کرنې وزارت پلاوي په ازبیکستان کې له تولیدي، کرنیزو او صنعتي مرکزونو څخه لیدنه وکړه

۱۸ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي د ازبیکستان جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په دویمه ورځ، د اندجان په ولایت د اساکه ولسوالی له یو شمېر تولیدي، کرنیزو، مالدارۍ او صنعتي مرکزونو څخه لیدنه وکړه.

د دغو لیدنو په لړ کې، پلاوي د پنبې او کرنیزو محصولاتو د تولید او پروسس له یوې فابریکې، د کرنیزو شنوخونو له یوې ټولګې او د سرو مرچو د پروسس له یوې فابریکې څخه لیدنه وکړه او د دغو مرکزونو له تولیدي ظرفیتونو، تخنیکي امکاناتو او د محصولاتو د پروسس او بسته‌بندۍ له بېلابېلو پړاوونو سره بلد شو.

همدارنګه، پلاوي د انګورو له یوه سوداګریز بڼ څخه، چې د اوبو لګولو عصري څاڅکي سیستم پکې کارول کېږي، او د چورګوړو د تولید له یوې فابریکې او د غوښې چرګانو د پروسس او بسته‌بندۍ له یوه مرکز څخه هم لیدنه وکړه. په دغو لیدنو کې د تولید عصري لارې چارې، د اوبو د سرچینو مدیریت، د سوداګریزو بڼونو پراختیا، د حفظ‌الصحې معیارونه او د چرګانو روزنې د صنعت ظرفیتونه وڅېړل شول.

د سرو مرچو د پروسس د فرعي محصولاتو او پاتې شونو کارول د سینګار او ښکلا د صنعت لپاره د لومړنیو توکو په تولید کې هم د دغو لیدنو له مهمو برخو څخه وو، چې د کرنیزو محصولاتو د ارزښت لوړولو او د صنعتي تولیداتو د تنوع په برخه کې پرې بحث وشو.

د دغو لیدنو موخه د عصري تجربو او ټکنالوژیو پېژندنه، د تولیدي او تخنیکي ظرفیتونو ارزونه او د کرنې، مالدارۍ او اړوندو صنعتونو په برخو کې د پوهې د لېږد او د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د ګډو همکاریو د پراختیا د فرصتونو پېژندل بلل شوي دي.

د دویمې ورځې د پروګرام په وروستۍ برخه کې، پلاوي د ت بابر تاریخي بڼ له سیمې څخه هم لیدنه وکړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS