د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب ولایت له مرستیال والي سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۵:۲۹
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب ولایت له مرستیال والي سره وکتل

۲۱ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» د هېواد شمالي ولایتونو ته د یو لړ سفرونو په لړ کې فاریاب ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له مرستیال والي مولوي حمیدالله ارشاد او یو شمېر سیمه ییزو چارواکو سره یې وکتل.
په دې ناسته کې د اضافي غنمو د پېر او زېرمه کولو، د عایداتي سرچینو د زیاتوالي، د عشر او زکات راټولولو په برخه کې د همغږي رامنځته کولو، د پستې د ځنګلونو د ساتنې، د مخابراتي انتنونو د پېژندنې اوثبت او د دغه ولایت د کروندګرو او مالدارانو پر ستونزو او له ولایتي ادارې په ځانګړي ډول د کرنې په برخه کې د مؤسسو پر همغږۍ خبرې اترې وشوې. 
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند په دې ناسته کې وویل: «زموږ اساسي موخه د کروندګرو د اضافي غنمو پېرل او زېرمه کول دي، چې د فاریاب ولایت یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې اضافي غنم لري او د اسلامي امارت له خوا پېرل او زېرمه کېږي. د اضافي غنمو د پېرلو لپاره يو ميليارډ افغانۍ ځانګړې شوې، چې د تطبيق لپاره يې د ښاروالۍ، صنعت او سوداګرۍ، د ولايت مقام، د کرنې رياست او دسیلو استازي ګمارل شوي دي.»
 په همدې حال کې د فاریاب ولایت مرستیال مولوي حمیدالله ارشاد وویل: «د اسلامي امارت لخوا د بزګرانو د اضافي غنمو پېرل او زېرمه کول یو ښه نوښت دی. د فاریاب ولایت یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې د غنمو پراخه سیمه لري. موږ د دې نوښت ملاتړ کوو.»
په همدې حال کې د کرنې وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقیار د اضافي غنمو د اخیستلو او زېرمه کولو د بهیر په اړه وویل.
«دا د حضرت يوسف (ع) طريقه ده، چې غنم په سيلو يا ګودامونو کې زېرمه کېږي او په بېړنيو حالاتو کې ترې کار اخيستل کېږي او که د غنمو او اوړو بيه لوړه شي، بازار ته بيا وړاندې کېږي.»
حقيار زياته کړه:«د لېږد رالېږد ټول لګښتونه د کرنې وزارت په غاړه ده او غنم د منډوي په بيه پېرل کېږي، چې ددې کار لپاره د بیې ټاکنې، سمپل ګیرۍ«نمونې اخسیتنې» او پېر درې ګونې کمېټې ګمارل کېږي.
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي په پام کې لري، چې په ۱۱ ولایتونو کې له کروندګرو څخه اضافي غنم وپېري او په ګودامونو کې یې زېرمه کړي.

دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت با معاون والی ولایت فاریاب
۲۱ سنبله ۱۴۰۳ ه.ش
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به سلسله سفر به ولایت های شمال کشور به ولایت فاریاب سفر کرده و با مولوی حمیدالله ارشاد معاون والی و شمار مقامات محلی آن ولایت دیدار کرد.
خریداری و ذخیره سازی گندم مازاد دهاقین، افزایش منابع عایداتی، انسجام عشر و زکات، حفاظت از جنگلات پسته، تشخیص و تثبیت آنتن‌های مخابراتی، مشکلات دهاقین و مالداران این ولایت و هماهنگی موسسات با ادارات ولایتی به ویژه ریاست زراعت از موضوعات بحث این دیدار بود.
ملا آغاجان آخند معین مالی و اداری وزارت زراعت در این دیدار گفت:« هدف اصلی ما خریداری و ذخیره سازی گندم مازاد دهاقین است که ولایت فاریاب یکی از آنها است، بخاطر خریداری گندم مازاد یک میلیارد افغانی اختصاص داده شده است، جهت تطبیق آن شاروالی، صنعت و تجارت، مستوفیت، ریاست زراعت و نماینده سیلو دخیل و اجرا کنند آن است.»
در همین حال مولوی حمیدالله ارشاد معاون ولایت فاریاب گفت:« خریداری و ذخیره سازی گندم مازاد دهاقین توسط امارت اسلامی یک اقدام نیک است چون ولایت فاریاب با داشتن ساحه وسیع کشت گندم از ولایت های حاصلخیز است، ما از این اقدام حمایت می‌کنیم.»
هم چنان، مولوی قدرت الله حقیار رییس ذخایر استراتژیک وزارت زراعت روند خریداری و ذخیره سازی گندم مازاد دهاقین را بیان کرده افزود:« این سیرت یا روش حضرت یوسف «ع» است، که در سیلوها یا گدام ها ذخیره سازی می‌شود و در حالات اضطراری بحرانی از آن استفاده و در صورت بلند رفتن قیمت گندم یا آرد دوباره به بازار عرضه می‌شود.»
حقیار افزود:« تمام مصارف انتقال به دوش وزارت زراعت است و گندم به قیمت مندوی خریداری میگردد، که به خاطر این اقدام کمیته های سه گانه نرخ گیری، سمپل گیری و تسلیم گیری تعیین میگردد».
مسوولین وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در نظر دارد گندم مازاد دهاقین که در یازده ولایت وجود دارد خریداری و در گدام یا سیلوها ذخیره سازی نماید.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۲:۵۹
Background image

کرنې وزارت کې د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه ترسره شوه


۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د مورنیو، بنسټیزو او تصدیقي اصلاح شویو تخمونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۱۹
Background image

پکتیا کې د شاتو مچیو ټولنو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په نوښت، ددې ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د شاتو مچیو پالونکو ټولنو سره د همغږۍ غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۰:۴۲
Background image

د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د په افغانستان کې د کرنې کلسټر له چارواکو سره وکتل

۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پروګرامونو د پلان او همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور په مشرۍ، په افغانستان کې د کرنې کلسټر له عمومي مسؤل. . .

بازگشت