د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د کلیو د بیارغونې ادارې د پروژې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۷ - ۱۴:۵۹
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د کلیو د بیارغونې ادارې د پروژې له چارواکو سره وکتل

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د افغانستان د کلیو د بیارغونې ادارې د پروژې له چارواکو سره وکتل او د دغې پروژې د موخو، پلان او د پلي کولو پر څرنګوالي خبرې وکړې.
د افغانستان د کلیو د بیارغونې اداره په اروزګان او کونړ ولایتونو کې د خوراکي توکو د خوندیتوب د ټینګښت په موخه د بې وزلو او لږو ځمکو بزګرانو د ملاتړ تر نامه لاندې فعالیت کوي.
د دغې پروژې چارواکي وايي، د څارویو د محافظتي کڅوړو وېش، د چرګانو روزنې د کڅوړو وېش، د مرخېړیو د کرکیلي کڅوړو وېش، د شاتو مچیو د روزنې کڅوړو وېشل، په کورنیو بڼګیو کې دکرکیلې په پار د تخونو وېشو روزنه، د اوبو لګولو د کوچنیو پروژو جوړول، د پیسو په بدل کې د کار زمینه برابرول، د بلا عوضو پیسو وېشل او د سویابینو کرکیلي دودول په کونړ او اروزګان ولایتونو کې ددې پروژې فعالیتونه دي.
 دا پروژه چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له خوا تمویلیږي، په ټولنه کې د بې وزلو او لږو ځمکو لرونکو بزګرانو ته د خوړو خوندیتوب وړاندې کول د دې پروژې له مهمو موخو څخه دي
له دې پروژې څخه به نږدې اته زره او ۴۵۷ تنه په مستقیم ډول ګټه پورته کړي.

معین زراعت و مالداری با مسوولان پروژه اداره بازسازی دهات افغانستان دیدار کرد
۲۷ سرطان ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با مسوولان پروژه اداره بازسازی دهات افغانستان دیدار و روی اهداف، پلان و چگونگی تطبیق این پروژه بحث تبادل نظر نمود.
موسسه اداره بازسازی دهات افغانستان ، زیر نام حمایت دهاقین کم زمین و آسیب پذیر براي تقویت مصونیت غذايې در ولایات ارزگان و کنر فعالیت می نماید.
مسوولان این پروژه می‌گویند، توزیع بسته محافظوی حیوانات، توزیع بسته‌های مرغداری، بسته های کشت سمارق، توزیع بسته های زنبورداری، توزیع تخم باغچه های خانگی، آموزش، ساخت پروژه های کوچک آبیاری، ایجاد کار در مقابل پول، توزیع پول بلاعوض و بسته کشت سویابین از فعالیت های این پروژه در این ولایت کنر و ارزگان خواهد بود.
این پروژه از سوی سازمان خوراکه و زراعت ملل متحد تمویل می‌گردد، ارایه خدمات برای تقویت مصونیت غذايي دهاقین کم زمین و آسیب پذیر در جامعه از اهداف عمده این پروژه است.
نزدیک به هشت هزار و ۴۵۷ نفر به صورت مستقیم از این پروژه مستفید خواهد شد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت