د هلمند ګرمسېرکې یوشمېر بزګران وروزل شول
۹ لیندۍ ۱۴۰۲ه.ش
١۷جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند دګرمسېر ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت لخوا د یادې ولسوالی بزګرو ته د غنمو له تخمونو سره د زیان رسونکو ژوندیو حشرو د له منځه وړلو په موخه د (ویتاواکس يا تیرام) په نوم د نباتي درملو د کډولو او کارولو په هکله په عملي او نظري توګه عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
ددې ترڅنګ د عامه پوهاوی په دې لړۍ کې دغنمو د توره کي يا سياقاق په نوم نباتي ناروغۍ چې د غنمو، اوربشو اوجوارو د وږو او پاڼو د ایستلو په وخت کې را منځته کېږي او شنو کروندو ته زیان رسوي، چې له امله یې حاصلات کموي او يا هم کروندې له منځه وړي. همدارنګه د یوریا سرې څخه د جوړې شوې سپرې او لایلم سفر په نوم د حشراتو له منځه وړلو ترکیبي درملو د جوړولو او کارولو په اړه بزګرو ته سپارښتنې او لارې چارې ښودل شوي دي.
دیادو زده کړو په ترڅ کې به د بزګرو د کرنیزو حاصلاتو په سالمه روزنه، ناروغیو مخنیوی او حاصلاتو په ډېرښت کې د پام وړ بهبود رامنځته شي.
د هلمند ولایت کرنې ریاست هڅه کوي چې د مرکز لښکرګاه په ګډون د بیلابیلو ولسوالیو بزګرانو ته د زده کړو دغه لړۍ روانه وساتي ترڅو د ځمکوالو د حاصلاتو په بهبود کې نوښت رامنځه شي.