د نورستان په دوو ولسوالیو کې د نباتي افتونو د مخنیوي پهپار ۳۰ ورځنی کیمیاوي کنټرول پروګرام پیل شو
۲۹ غویی ۱۴۰۵ه.ش
۲ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه.ق
د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د نباتي افتونو او مضره حشراتو د مخنیوي په موخه د کیمیاوي کنټرول یو ۳۰ ورځنی پراخ پروګرام پیل شوی، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن تر لارښوونې او د کرنیزو چارو آمر او د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیر تر مستقیم نظارت لاندې عملي کېږي.
دغه پروګرام د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست د ۱۴۰۵ کال د منظور شوي پلان له مخې پلي کېږي او ټاکل شوې ده، چې په پارون او کانتوا ولسوالیو کې پر شاوخوا ۳۰۰۰ اصله مېوه لرونکو او غیر مېوه لرونکو بوټو، ځنګلي ونو او نیالګیو عملي شي. د پروګرام اساسي موخه د مضره حشراتو د نفوس کمول، د نباتاتو روغتیا ساتنه او د ځنګلي او باغي نباتاتو دوامداره خوندیتوب بلل کېږي.
د مسؤلینو په وینا، د افتونو د کنټرول چارې به د تخنیکي ټیمونو له خوا په منظم او مسلکي ډول ترسره شي، څو د مورپتدار او مورخیمهساز حشراتو د پراخېدو مخه ونیول شي. تمه کېږي چې د لومړۍ سپرې له تطبیق وروسته به د پاڼه خوړونکو حشراتو فعالیت په محسوس ډول راکم، د نوو حملو کچه ټیټه او د نباتاتو د بیا شنې کېدو نښې لا پیاوړې شي.
د دې پروګرام مهمه برخه د عامه پوهاوي او عملي روزنې ورکول دي. د پلان له مخې به نږدې ۲۰۰ تنه بزګران، د کرنې کارکوونکي او د سیمې اوسېدونکي د افتونو د پېژندنې، د آفت وژونکو د خوندي استعمال، د سپرې د معیاري تخنیکونو او د نباتاتو د ساتنې اړوند عملي زده کړې ترلاسه کړي. مسؤلین وایي، دغه روزنیز پروګرام به د دې لامل شي چې خلک په راتلونکې کې هم وکولای شي د افتونو پر ضد په علمي او خوندي ډول مبارزه وکړي.
ساحوي ارزونې ښيي، چې هغه سیمې چې په منظم ډول پرې سپرې ترسره کېږي، د غیر کنټرول شویو سیمو په پرتله به ښه وضعیت ولري. دا څرګندوي چې د افتونو پر ضد دوامداره څارنه، ژر تشخیص او منظم تطبیق د نباتاتو په ساتنه کې مهم رول لري. همداراز د دواوو د مناسب انتخاب او معیاري استعمال له امله د چاپېریال او غیر هدف ژوو احتمالي زیانونه هم تر ډېره محدود ساتل کېږي.
د نورستان د کرنې ریاست ټینګار کوي، چې یوازې کیمیاوي کنټرول د افتونو د مخنیوي بشپړه او اوږدمهاله حل لاره نه ده، بلکې باید له بیولوژیکي کنټرول، میخانیکي مبارزې، د ځنګلونو د حفظ الصحې، د اخته ونو د پرېکولو او د عامه پوهاوي له پروګرامونو سره یوځای تطبیق شي.
په ټوله کې، د دغه ۳۰ ورځني پروګرام عملي کېدل نه یوازې د مضره حشراتو په کمښت کې اغېزناک تمامېږي، بلکې د بڼونو او ځنګلونو د ساتنې، د قدرتي سرچینو د دوام، د حیاتي تنوع د خوندیتوب، د بزګرانو د ظرفیت لوړولو او د سیمې د اقتصادي ارزښت د خوندي ساتلو لپاره هم مهم رول لري. مسؤلین باور لري، که دغه ډول پروګرامونه په دوامداره، مسلکي او علمي ډول تطبیق شي، نو د نورستان د بڼونو او ځنګلونو د تخریب کچه به راکمه او د سیمې ایکولوژیکي ثبات به لا پیاوړی شي.
برنامه ۳۰ روزه کنترول کیمیاوی آفات نباتی در دو ولسوالی نورستان آغاز شد
۲۹ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نورستان به منظور جلوگیری از آفات نباتی و حشرات مضر، یک برنامه گسترده ۳۰ روزه کنترول کیمیاوی را آغاز کرده است. این برنامه تحت رهنمایی مولوی محمد ولی محسن رئیس زراعت نورستان و با نظارت مستقیم آمر امور زراعتی و مدیر عمومی حفاظت نباتات و قرنطین تطبیق میگردد.
این برنامه بر اساس پلان منظورشده سال ۱۴۰۵ ریاست حفاظت نباتات و قرنطین عملی شده و قرار است در ولسوالیهای پارون و کانتوا بالای حدود ۳ هزار اصله درختان میوهدار، غیر میوهدار، جنگلی و نهالها تطبیق شود. هدف اساسی این برنامه کاهش نفوس حشرات مضر، حفظ صحت نباتات و تأمین حفاظت دوامدار نباتات جنگلی و باغی عنوان شده است.
مسئولان میگویند که روند کنترول آفات توسط تیمهای تخنیکی به گونه منظم و مسلکی انجام خواهد شد تا از گسترش حشرات زیانرسان جلوگیری گردد. به گفته آنان، پس از تطبیق مرحله نخست سپری، فعالیت حشرات برگخوار به شکل محسوس کاهش یافته، میزان حملات جدید پایین آمده و نشانههای سبزشدن دوباره نباتات تقویت خواهد شد.
بخش مهم این برنامه را آگاهیدهی عامه و آموزشهای عملی تشکیل میدهد. بر اساس پلان، نزدیک به ۲۰۰ تن از دهاقین، کارمندان زراعت و باشندگان محل در زمینه تشخیص آفات، استفاده مصون آفتکشها، تخنیکهای معیاری سپری و حفاظت نباتات آموزشهای عملی دریافت خواهند کرد. مسئولان میگویند این برنامه آموزشی سبب خواهد شد تا مردم در آینده نیز بتوانند به شکل علمی و مصون با آفات مبارزه کنند.
ارزیابیهای ساحوی نشان میدهد مناطقی که در آنها سپری به گونه منظم انجام میشود، نسبت به ساحات غیرکنترولشده وضعیت بهتری خواهند داشت. این موضوع نشاندهنده نقش مهم نظارت دوامدار، تشخیص بهموقع و تطبیق منظم در حفظ نباتات است. همچنان به دلیل انتخاب مناسب دواها و استفاده معیاری از آنها، زیانهای احتمالی برای محیط زیست و سایر موجودات غیرهدف نیز تا حد زیادی محدود خواهد شد.
ریاست زراعت نورستان تأکید میکند که کنترول کیمیاوی به تنهایی راهحل کامل و درازمدت برای جلوگیری از آفات نیست، بلکه باید همراه با کنترول بیولوژیکی، مبارزه میخانیکی، حفظالصحه جنگلات، قطع درختان آلوده و برنامههای آگاهیدهی عامه تطبیق گردد.
مسئولان میافزایند که تطبیق این برنامه ۳۰ روزه نه تنها در کاهش حشرات مضر مؤثر خواهد بود، بلکه در حفظ باغها و جنگلات، تداوم منابع طبیعی، حفاظت تنوع حیاتی، بلندبردن ظرفیت دهاقین و حفظ ارزش اقتصادی منطقه نیز نقش مهمی دارد. به باور آنان، اگر چنین برنامهها به گونه دوامدار، مسلکی و علمی ادامه یابد، میزان تخریب باغها و جنگلات نورستان کاهش یافته و ثبات ایکولوژیکی منطقه بیشتر تقویت خواهد شد.
