د ننګرهار یوشمېر ولسوالیو کې بزګرانو او بڼوالو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه
۱۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په شېرزاد، حصارک او ګوشتې ولسوالیو کې بزګرانو او بڼوالو ته د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې مسلکي او عملي روزنه ورکړل شوه.
په دې روزنو کې د سبو او غلو دانو د تخمونو، کرنې، اوبو لګولو، د هرزه بوټو او نباتي ناروغیو د مخنیوي، شنو خونو، کورنیو باغچو او له لږې ځمکې څخه د ډېر حاصل ترلاسه کولو په اړه اړین معلومات وړاندې شول.
له بلې خوا، بڼوالو ته د ژمي موسم د رارسېدو په موخه د ژمنیو تېلو کارونې، ښاخ برۍ، د ناروغیو میخانیکي کنټرول، حاصل راټولولو، درجهبندۍ او بازارموندنې په اړه هم لازمې لارښوونې وشوې.
د دغو روزنو موخه د بزګرانو د مسلکي پوهې لوړول، د کرنیزو محصولاتو کیفیت او حاصلاتو زیاتول او د معیاري کرنې دودول دي.
