د ننګرهار کرنيزو څېړنو د مېوو په لابراتوار کې د املوکو په مختلفو ډولونو باندې څيړنې روانې دى

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۹:۲۸
د ننګرهار کرنيزو څېړنو د مېوو په لابراتوار کې د املوکو په مختلفو ډولونو باندې څيړنې روانې دى

 د ننګرهارد  کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو څیړنو مدیریت له لورې په بېلا بېلو مېوو څېړنې رواني دي، چې د دې څېړنو په پايله کې به دنورو مېوو سربېره دسرو املوکو هغه انواع بزګرانو ته وپېژندل شي، چې د کيفيت او کميت له لحاظه تر نورو غوره وي او د ختيځ زون له اقلیم سره ښه توافق ولري.
د مېوو د څېړنو د لابراتوار متخصيصين وایي، چې تر دې مخکې دبڼونو دجوړولو او کرلو لپاره د غوره انواعو انتخاب کې ستونزې موجودې وې او دمېوو د غوره کرکټرونو ډيټا نه وه موجوده او که موجوده هم وه نو د نورې نړۍ له ارقامو څخه استفاده کېده کومه چې د افغانستان په خاص ډول د ختيځ زون له اقليم سره برابره نه وه او د بڼونو د کرلو څخه وروسته يى دبزګرانو او بڼوالو له ستونزو سره مخ کول چې په دې ډول څېړنو سره دا ستونزې د حل کېدو په حال کې دي او راتلوونکي کې هم نورو څېړنو ته دوام ورکوو. 
د ننګرهار د کرنې ریاست هيله لري، چې ټول همکار موسسات او ترويجي برخې چې د بڼونو جوړولو پروژې په پام لري لومړى بايد د وزارات مقام د څېړنیزو څانـګو څخه د دوې دڅېړل شوو انواعو معلومات واخلي او بيا پروژې ډيزاين کړي.
د ننګرهار په څېړنیز مرکز کې د د سرو املوکو پر ٢٤ ډولونو څیړنې روانې دي، چې د ځینو د کر سپارښتنه بزګرانو ته شوې ده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۰:۱۶
Background image

د خوست دکرنې رییس د سویزرلنډ هېواد له استازو سره وکتل 

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیر محمد ذبیح د یاد ریاست مرستیال مولوي اسلم خان منیب، متخصص او سلاکار بهیر ګل صابري، د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۰:۱
Background image

نورستان کې دکانګو تبې ساري ناروغۍ د مخنیوي کمپاين عملاً پيل شو

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودجې په مټ په نورستان ولايت کې د کانګو وينه‌بهېدونکې تبې ساري ناروغۍ د مخنيوي کمپاين عملي پړاو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۹:۲۸
Background image

د ننګرهار کرنيزو څېړنو د مېوو په لابراتوار کې د املوکو په مختلفو ډولونو باندې څيړنې روانې دى

 د ننګرهارد  کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو څیړنو مدیریت له لورې په بېلا بېلو مېوو څېړنې رواني دي، چې د دې څېړنو په پايله کې به دنورو مېوو سربېره دسرو املوکو هغه انواع. . .

بازگشت