د ننګرهار کانال شرکت په بڼونو کې خرما حاصل ته رسېدلې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۲۴
د ننګرهار کانال شرکت په بڼونو کې خرما حاصل ته رسېدلې

۱۴ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار وادې کرنيز شرکت په بڼونو کې خرما ښه حاصل ورکړې او د تېر په پرتله په کې زياتوالی راغلی، تمه ده چې ډېر ژر به دغه خوږه او تازه مېوه بازار ته وړاندې شي.
د ننګرهار د کانال شرکت چارواکي وایي، د دغې ادارې اړوند له خرما بڼ څخه به سږ کال څه باندې ۲۰ ټنه خرما راټوله شي. د ننګرهار کانال شرکت د چارواکو په خبره د دغې ادارې د هډې فارم په ۴۰ جریبه ځمکه د خرما بڼونه جوړ شوي دي.
دغه ۴۰ جريبه خرما باغ کې ۲۷۰۰ د خرماو بوټي کرل شوي دي. د دغه بڼ ترڅنګ هلته په ٢٥ جریبه نوره ځمکه هم د خرما بڼ جوړ شوی چې اوس پکې شاوخوا زر ونې کېنول شوي دي. د خرماو همدې لوړو حاصلاتو اوس په دغه ولايت کې زیات هېوادوال او پانګه‌وال لېواله کړي، چې په خپلو ځمکو د خرما بڼوڼه جوړ کړي. د ننګرهار د کانال شرکت تر چتر لاندې د خرما د دغه بڼ سربېره د مالټو او زیتونو پراخ بڼونه هم شته چې هر کال زرګونه ټنه حاصلات ترې راټولېږي
د ننګرهار وادې کرنيز شرکت هڅه کوي، چې هر کال د خرما بڼونو ته پراختيا ورکړي، چې په برکت به يې وطنۍ مېوه زیاته او د هېواد بازارونو ته به په ارزانه بيه وړاندې شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۳۸
Background image

دهلمند نادعلي کې یوشمېر مالداران وروزل شول

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تخنیکي پلاوي د هلمند ولایت نادعلي ولسوالی د بېلابېلو سیمو ۳۰ تنو مالدارانو ته د حیواناتو د تغذیې، درملنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د کندهار درو ولسوالیو کې پر ۷۶۳ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو.ان.او.ډې.سي) په مالي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۲۲
Background image

بزګرانو ته د بدیلو معیشتونو رامنځته کولو په پار هلمند کې د څاڅکې اوبولګولو د پروژې پرانیسته

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامی امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هغو بزګرانو ته چې د کوکنارو له کرکیلې څخه لاس اخیستی او د بدیلو کښتونو پر لور یې. . .

بازگشت