د ننګرهار کانال شرکت ستونزې هوارېږي 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۱۰:۳۶
د ننګرهار کانال شرکت ستونزې هوارېږي 

د کرنې، اوابولګولو او مالدارۍ  وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ د څلورو وزارتونو مرستیالانو د ننګرهار کانال شرکت دستونزو او ننګونو هوارولو په پار د یاد شرکت له بېلابېلو برخو څخه لېدنه کړه.
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ د دې لیدنې پر مهال د مالیې، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ، انرژۍ او اوبو وزارتونو مرستیالانو او سلاکارانو شتون درلود، چې په ترڅ کې یې د ننګرهار کانال شرکت له  دفترونه، زیتونو فابرېکې، ترکاڼۍ فابرېکې، مالدارۍ فارم، ستروس او زیتونو بڼونو، د مالدارۍ ویجاړ شوی فارم، د اوبو فرعي کانالونه او نور برخې له نږدې ولېدلې. 
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني او ور سره مل پلاوی د برېښنا دکمښت ستونزې، زیتونو فابریکه، ترکاڼۍ، مالدارۍ، ستروس، زیتونو بڼونو، اوبو سیستمونه او نور په پښو درول د ننګرهار کانال په سیمه کې د پانګونې لپاره د کورنیو او بهرنیو پانګوالو او صنعتکارانو هڅول او ددې کانال د اقتصادي او مالي ستونزو د حل په اړه نظریات تبادله او لازم تدابیر ونیول شول.
دا لیدنه په داسې حال کې تر سره کېږي، چې موده مخکې د کرنې په وزارت کې د ننګرهار کانال شرکت چارو ته د رسېدنې په پار غونډه دائره شوې وه، چې
په ترڅ کې یې د ننګرهار کانال شرکت د برېښنا د کمښت د ستونزو د هواري، د ننګرهار کانال په سیمه کې د پانګونې لپاره د کورنیو او بهرنیو پانګوالو او صنعتکارانو د هڅولو او د دغه شرکت د اقتصادي او مالي ستونزو د حل په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت