د ننګرهار کانال شرکت د ١٤٠٣ کال مالي پلان بشپړ شو
٣٠ لیندۍ ۱۴۰۲ه.ش
٨ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د ننګرهار کانال شرکت د راتلونکي ۱۴۰۳ کال لپاره مالي پلان جوړ او ددې کانال مشرتابه ته وړاندې شو.
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې دغه پلان هر اړخیز پلان دی، چې پر بنسټ يې ددې کانال چارې ترسره کېږي.
د ننګرهار کانال شرکت هڅه کوي، چې جامع پلانونه او طرحې ترتیب کړي، چې پر اساس یې ددې کانال ستونزې هوارې او د پرمختګ لپاره یې زمینه برابره شي.