د ننګرهار کانال شرکت د مالدارۍ فارم رغول کېږي
۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ه.ش
٢۷جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه.ق
د کرنې، اوابولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ د څلورو وزارتونو مرستیالانو د ننګرهار کانال شرکت دستونزو او ننګونو هوارولو په پار د یاد شرکت له بېلابېلو برخو څخه لېدنه کړه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ د دې لیدنې پر مهال د مالیې، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ، انرژۍ او اوبو وزارتونو مرستیالانو او سلاکارانو شتون درلود، چې په ترڅ کې یې د ننګرهار کانال شرکت د درېیم فام ویجاړ شوی مالدارۍ فارم څخه د لیدنې په ترڅ کې وویل، چې یاد فارم به بیاځلې په عصري او مجهزه بڼه فعال شي.
ددې فارم په بیا فعالېدو سره به د ننګرهار کانال شرکت د درېیم فارم ستونزې هوارې او ترڅنګ یې د یاد فارم د عوایدو کچه لوړ او خلکو ته به دکار زمینه هم برابره شي.