د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول
۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د مومندرې ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې ۹۰ کورنیو ته د کورنیو باغچو د جوړولو او پراختیا په موخه د سبو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي او عضوي سرې او کرنیز وسایل ووېشل شول.
د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، په وېشل شویو تخمونو کې پالک، ګازرې، ګلپي، بروکولي او کدو شامل دي. همدارنګه، د کرنیزو چارو د اسانتیا او اغېزمنتیا په موخه، هرې کورنۍ ته بېلچه، لور، د درملو شیندلو پمپ، اوبهپاش، پتنوس، دستکشې، پلاستیکي پچۍ، پنجېکش، بکس او عینکې هم ورکړل شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، د بزغلیو د روزنې او کرلو لپاره پیټ ماس (Peat Moss)، عضوي سره او NPK کیمیاوي سره هم په مرستو کې شامله وه.
د دې مرستې موخه د کورنیو باغچو پراختیا، د سبو د تولید زیاتوالی، د خوړو خوندیتوب پیاوړتیا او د کورنیو د اړتیاوو پوره کولو کې مرسته کول دي.
