د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

mail-admin
Thu, Oct 15 2026 9:01 AM
د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د مومندرې ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې ۹۰ کورنیو ته د کورنیو باغچو د جوړولو او پراختیا په موخه د سبو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي او عضوي سرې او کرنیز وسایل ووېشل شول.
د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، په وېشل شویو تخمونو کې پالک، ګازرې، ګلپي، بروکولي او کدو شامل دي. همدارنګه، د کرنیزو چارو د اسانتیا او اغېزمنتیا په موخه، هرې کورنۍ ته بېلچه، لور، د درملو شیندلو پمپ، اوبه‌پاش، پتنوس، دستکشې، پلاستیکي پچۍ، پنجې‌کش، بکس او عینکې هم ورکړل شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، د بزغلیو د روزنې او کرلو لپاره پیټ ماس (Peat Moss)، عضوي سره او NPK کیمیاوي سره هم په مرستو کې شامله وه.
د دې مرستې موخه د کورنیو باغچو پراختیا، د سبو د تولید زیاتوالی، د خوړو خوندیتوب پیاوړتیا او د کورنیو د اړتیاوو پوره کولو کې مرسته کول دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS