د ننګرهار بټي کوټ او شینوارو ولسوالیو ته د مالي او اداري مرستیال سفر

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۵ - ۱۰:۲۴
د ننګرهار بټي کوټ او شینوارو ولسوالیو ته د مالي او اداري مرستیال سفر

۲۵ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې، چې د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند یې ملتیا کوله د ننګرهار ولایت بټي کوټ او شینوارو ولسوالیو ته ولاړ او د يادو ولسواليو له ځايي چارواکو او مخورو سره يې وکتل.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بټي کوټ او شینوارو ولسوالیو له سیمه ییزو چارواکو او مشرانو سره د کتنې پر مهال خپل د سفر موخه د کرنې او مالدارۍ وضعیت څېړل، د کروندګرو او مالدارانو د ستونزو اورېدل او د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي په موخه د افغانستان د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکمونو پلي کول وبلل او له دوی څخه یې و غوښتل، چې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی وکړي او دغه راز هغه ځمکې چې د غاصبینو له خوا غصب شوي دي بېرته يې را وګرځوي.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د ننګرهار ولایت شینوارو ولسوالی ته د خپل سفر په ترڅ کې له هغه بڼ څخه هم لیدنه وکړه، چې نږدې ۱۲زره او ۵۰۰ جریبه پراخوالی لري او په کې د مالټې، زیتون، نارنج، لیمو او د نورو مېوو ونې کرل شوي دي.
دا بڼ چې د ننګرهار د کانال ریاست دریم فارم پورې اړه لري، په کې د مالدارۍ فعالیتونه او د مېوه لرونکو او غیر مېوه لرونکو نیالګیو د تولید چارې د شته قوریو له لارې ترسره کېږي.
له دې بڼ څخه د لیدنې په ترڅ کې دننګرهار والي ملا محمد نعيم اخند، مولوي غلام الرحمن کظیم د ننګرهار د کانال رييس، د ننګرهار دکرنې رییس مولوي عبدالستار محمد، د کرنې وزارت ویاند او د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوي مصباح الدين مستعین، د مالي او اداري مرستیال تخنیکي سلاکار امین الله ځواکمل،د ننګرهار د سیمه ییزو ادارو یو شمېر رییسانو او د ننګرهار د بېلابېلو ولسوالیو ولسوالان دکرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال ملتیا کوله.


سفر معین مالی و اداری به ولسوالی‌های بتی کوت و شینوار ننگرهار
۲۵ اسد ۱۴۰۲ ه‍.ش
مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایت ننگرهار در حالیکه ملا محمد نعیم آخند والی ننگرهار وی را همراهی می‌کرد به ولسوالی‌های بتی کوت و شینوار ولایت ننگرهار سفر کرد.
معین مالی و اداری وزارت زراعت در جریان این سفر با مسوولان و بزرگان محلی ولسوالی‌های بتی کوت و شینواری دیدار کرده و  هدف سفرش را بررسی وضعیت زراعت و مالداری، استماع مشکلات دهقانان و مالدارن و تطبیق فرامین رهبری امارت اسلامی افغانستان پیرامون جلوگیری از غصب زمین‌های امارتی عنوان کرد وی همچنان از بزرگان و متنفذین محلی ولسوالی های متذکره خواست و تا جهت  جلو غصب زمین‌های امارتی با وزارت زراعت و کمیسون جلوگیری از غصب همکاری نمایند و تلاش نمایند تا جلو غصب زمین های امارتی را بگیرند و همین گونه زمین‌های که از سوی غاصبین غصب شده را دوباره استرداد نمایند.
معین مالی و اداری وزارت زراعت در جریان سفر به ولسوالی شینواری ننگرهار از یک باغ به مساحت ۱۲ نیم هزار جریب زمین که شامل  درختان میوهای مالته، زیتون، نارنج لیمو و سایر میوها وجود دارد نیز بازدید کرد.
این باغ که شامل فارم سوم ریاست کانال ننگرهار می شود در آن فعالیت های مالداری و تولید نهال های مثمر و غیر مثمر از طریق قوریه های موجود انجام می‌شود.
در جریان بازدید از این باغ  معین مالی و اداری وزارت زراعت را ملا محمد نعیم آخند والی ولایت ننگرهار، مولوی غلام الرحمن کظیم رییس کانال ننگرهار، مولوی عبدالستار محمد رییس زراعت ننگرهار، مولوی مصباح الدین مستعین رییس اطلاعات و آگاهی عامه و سخنگو وزارت زراعت، امین الله زواکمل مشاور تخنیکی معین مالی و اداری، شماری از رئسای ادارات محلی ننگرهار و لسوالان ولسوالی‌های مختلف ننگرهار همراهی می‌کردند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت