د لغمان علیشنګ کې یوشمېر مالدارانو سره د اړینو توکو مرسته وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۵:۹

۸ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
 دلغمان د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار خیریه مؤسسې په همکارۍ د دې ولایت د علیشنګ ولسوالی ۲۷ مالدارنو ته د څارویو دغوجلو جوړولو لپاره وسایل او دحفظه الصحې توکو مرسته ووېشل شول.
یاده مرسته د علیشنګ ولسوالی دکرنیزوچارو مدیر مولوي محب الله او دیادې مؤسسې دمسؤلینو په شتون کې نوموړو مالدارنو ته ووېشل شوه. په دغه مرسته کې دغوجلې ساختمان لپاره هواکش، دمسطحې تیکه، د حفظ الصحې په برخه کې پایډین، صابون او یو لړ نور توکي شامل دي.
د یادولو وړ ده، چې د لغمان دکرنې ریاست تل هڅه کوي، چې د مالدارۍ سکتور دپراختیا او دمالدارانو د لاسنیوي لپاره د همکارو مؤسساتو مرستې راجلب او اړمنو مالدارانو ته یې ورسوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۵:۶
Background image

د هلمند ګرشک کې د طبیعي کبانو نیونې په تور دوه هټۍ وتړل شوې

۹ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
وروسته له هغې چې هلمند کې د طبیعي کبانو د نسل ختمېدو د مخنیوي په پار په دې ولایت کې د طبیعي کبانو پر ښکار بندیز ولګېد، د دې ولایت کرنې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۵:۳
Background image

د هلمند ولایت ناوې ولسوالی کې د اوبو د مدیریت په موخه د یوې پروژې چارې پیل شوې

۹ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت ناوې ولسوالی کې د اوبو مدیریت په موخه د اوبولګولو د یوې پروژې چارې پیل شوې. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس الحاج مولوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۵:۱
Background image

کانال شرکت:د لمریزې برېښنا پلانټ ۲۵ پایې بیا نصب او ګټې اخستنې ته وسپارل شوې

۹ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اړوند د لمریزې برېښنا ۲۵ پايي د کرنیزو چارو ریاست د اوبولګولو تخنیکي ساتنې او څارنې فني او مسلکي انجنیرانو او. . .

بازگشت