د لغمان د کرنې رییس او د اکشن ایډ مؤسسې د سي.بارډ.ال پروژې ولایتي مسؤل تر منځ د همکاریو په اړه خبرې اترې وشوې

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۳:۵۱
د لغمان د کرنې رییس او د اکشن ایډ مؤسسې د سي.بارډ.ال پروژې ولایتي مسؤل تر منځ د همکاریو په اړه خبرې اترې وشوې


١٩ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
٧ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد په خپل دفتر کې د اکشن ایډ مؤسسې اړوند د (سي.بارډ.ال) پروژې ولایتي مسؤل ګل ویس وزیر او د دې پروژې نورو همکارانو سره وکتل، ترڅو د چارو د ښې همغږۍ او راتلونکو برنامو په اړه خبرې وکړي.
په دې کتنه کې د (سي.بارډ.ال) پروژې مسؤل ګل ویس وزیر د پروژې په تېرو فعالیتونو او نويو برنامو رڼا واچوله. هغه د کرنې ریاست څخه مننه وکړه، چې تل یې د دوی سره د فعالیتونو په تطبیق کې همکاري او سپارښتنې کړي دي. نوموړي زیاته کړه چې پلان لري په لغمان کې د کرنیزو محصولاتو د بازار موندنې لپاره یو نندارتون پرانیزي ترڅو د بزګرانو تولیدات بازار ته وړاندې شي. همدارنګه یې یادونه وکړه چې د مهترلام او قرغیو په ولسوالیو کې د کانالونو د رغنیزو چارو پروژې هم تطبیق کوي.
په ورته وخت کې، د کرنې رئیس مولوي عبدالستار محمد د اکشن ایډ مؤسسې مسؤلینو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د چارو په پلي کېدو کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ. هغه له دوی څخه مننه وکړه چې تل یې د کرنې ریاست سره په تفاهم او ښې همغږۍ خپل فعالیتونه ترسره کړي دي. رئیس زیاته کړه چې د متوازنې پراختيا په پار، د لغمان په پاتې ولسوالیو کې هم د پروژو پلي کېدو ته اړتیا ده او دوی یې وهڅول چې خپل پروګرامونه پراخ کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت