د قاچاقي څارویو پر وړاندې هلې ځلې، دا ځل د ۴۳ سره مېښو د قاچاق مخه ونیول شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۳۷
د قاچاقي څارویو پر وړاندې هلې ځلې، دا ځل د ۴۳ سره مېښو د قاچاق مخه ونیول شوه

۲۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د مالدارۍ آمریت د معلومات له مخي، د سپین بولدک ولسوالی پر ډیورنډ فرضي کرښه د ویښو او بیداره مجاهدینو د دوامداره او چټکو هڅو په درشل کې یو ځل بیا د پاکستاني رژیم څخه کندهار ته د ۴۳ سره مېښو د قاچاق مخه نیول شوې ده. 
د چارواکو په وینا، یادې مېښې د سپین بولدک ولسوالی د ډیورنډ فرضي کرښې له لارې په غیري قانوني او قاچاقي ډول هېواد ته رالېږدول کېدې، چې د امنیتي ځواکونو د چټک اقدام په پایله کې یې مخه ونیول شوه. او وروسته د مالدارۍ آمریت ته وسپارل شوېې. د هغوی په وینا د یاد قاچاق په تړاو ۲ تنه هم نیول شوي دي، چې د محکمې له پرېکړې وروسته به ورسره قانوني چلند وشي.
د یادو قاچاقي څارویو مخه په داسې حال کې نیول کېږي، چې درې ورځي وړاندې هم د کندهار په ریګستان ولسوالی ډیورنډ فرضي کرښه کې د ۳۵۰ پسونو او بولدک ولسوالی ډیورنډ فرضي کرښه کې د ۳۳ مېښو د قاچاق مخه نیول شوې وه.


جلوگیری از قاچاق حیوانات، این بار توقف قاچاق ۴۳ رأس گاو
۲۴ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ رمضان المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
به گزارش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار، بر اساس اطلاعات آمریت مالداری، در آستانه تلاش‌های مداوم و سریع نیروهای هوشیار و بیدار در ولسوالی اسپین بولدک، بار دیگر قاچاق ۴۳ رأس گاو از رژیم پاکستان به کندهار متوقف شد.
به گفته مقامات، این گاوها به صورت غیرقانونی و قاچاقی از طریق خط فرضی دیورند ولسوالی اسپین بولدک به کشور منتقل می‌شدند که با اقدام سریع نیروهای امنیتی، مسیر قاچاق آن‌ها مسدود و سپس به آمریت مالداری تحویل داده شد. همچنین دو نفر در ارتباط با این قاچاق دستگیر شده‌اند که پس از تصمیم دادگاه، با آن‌ها مطابق قانون رفتار خواهد شد.
توقف این حیوانات قاچاق در حالی صورت می‌گیرد که سه روز پیش نیز در ولسوالی ریګستان کندهار، خط فرضی دیورند، قاچاق ۳۵۰ رأس گوسفند و در ولسوالی بولدک، ۳۳ رأس گاو متوقف شده بود.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۴
Background image

دهلمند ولایت د عشر چارواکو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مقام په لارښوونه، د مرکز لښکرګاه او د ولایت د ۱۸ ولسوالیو د عشر چارواکو سره د همغږۍ، انسجام. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۲
Background image

د پکتیکا ولایت د کرنې ریاست رییس د «هلټو» مؤسسې له چارواکو سره لیدنه وشوه

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د «هلټو» مؤسسې له مسؤلینو سره د خپل کار په دفتر کې لیدنه ترسره کړه.
په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۱
Background image

د کرنې وزارت مشرتابه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې سره د باکیفیته کرنیزو تخمونو د تولید په اړه ناسته وکړه

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» رییس. . .

بازگشت