د سمنګان پر بزګرانو د غنمو ۲۰۰ټنه اصلاح شوي تخمونه او سرې وېشل کیږي

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۹ - ۹:۳۰
د سمنګان پر بزګرانو د غنمو ۲۰۰ټنه اصلاح شوي تخمونه او سرې وېشل کیږي

۱۸ لړم ۱۳۹۹
د سمنګانو ولایت پر زرو بزګرانو د غنمو د ۲۰۰ مټریک ټنه اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شو.
د سمنګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدرحمن ارغندیوال وایي، چې د غنمو ۵۰ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه، ۵۰مټریک ټڼه توره سره او ۱۰۰مټریک ټنه سپیه کیمیاوي سره د سبسایډي په ډول د برخمن شویو بزګرانو په ۴۰ او د کرنې وزارت په ۶۰ سلنه لګښت وېشل کیږي.
د سمنګانو ولایت د کرنې رییس زیاته کړه، چې د دغو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش موخه په دې ولایت کې د غنمو د حاصلاتو لوړول دي.
هغه وویل: «دغه اصلاح شوي تخمونه د تجربې پر اساس تېرکال په هېواد کې تولید او تکثیر شوي دي، چې د هېواد له خاورې او هوا سره مطابقت لري او د غنمو د نورو تخمونو په پرتله ډېر حاصل ورکوي.»

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۳:۳۷
Background image

ننګرهار کې ۳۵۴ اړمنو کورنیو ته د مالدارۍ د پیاوړتیا په موخه ۷۰۸ مېږې ووېشل شوې

۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار په سپین غر، اچین او هسکه مېنې ولسوالیو کې د مالدارۍ د ودې او د کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي په موخه له ۳۵۴ اړمنو کورنیو سره د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۲:۵۵
Background image

بلخ کې د کرنیزو او حیواني محصولاتو دری ورځنی ملي نندارتون پای ته ورسېد

۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د کرنیزو او حیواني تولیداتو او محصولاتو دری ورځنی نندارتون، چې د بزګرانو، مالدارانو، سوداګرو او کورنیو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۰:۸
Background image

خوست کې د حیواني کلینیک د ترمیم او بیا رغونې چارې په معیاري ډول روانې دي

۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د حیواني روغتیا او مالدارۍ آمریت له لوري، د یاد ریاست په انګړ کې د حیواني کلینیک د ترمیم او. . .

بازگشت