د بلخ شولګرې ولسوالی کې یوشمېر بزګرانو ته د زعفرانو پیاز وېش او د سویابینو کر روزنیز پروګرام ترسره شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۸:۵۵
توزیع پیاز زعفران و برگزاری برنامه آموزشی کشت سویابین برای دهقانان در ولسوالی شولگره ولایت بلخ

د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالی کې د «اکټېډ» دفترد کرنیزو خدماتو مدیریت په همغږۍ لسو بزګرانو ته د زعفرانو د کر لپاره مرستندویه توکي ووېشل شول، او همدارنګه د حرکت موسسې له لوري د سویابینو د کر روزنیز سیمینار هم ترسره شو.
د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د یادې مرستې په ترڅ کې لسو بزګرانو ته هر یوه ته ۵۰ کیلوګرامه د زعفرانو پیاز، یوه سبده، ۵۰ جوړه دستکشې، دوه د شیشې بوتلونه د زعفرانو د راټولولو لپاره، او یو پنس ورکړل شو.
دغه مرسته د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا او د زعفرانو د کر د ترویج په موخه ترسره شوې ده.
بل‌خوا، د حرکت موسسې د کرنیزو خدماتو عمومي مدیریت په همکارۍ، د سویابینو د کر په اړه یو روزنیز سیمینار هم ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې بزګرانو ته د سویابینو د کر، سرې ورکولو، اوبولګولو، رېبلو او د حاصلاتو د راټولولو په اړه عملي روزنه ورکړل شوه.
بزګرانو له دغو مرستندویه او روزنیزو پروګرامونو خوښي څرګنده کړه او له مسؤلینو یې غوښتنه وکړه، چې دا ډول پروګرامونه لا زیات شي، څو د عصري کرنې دود پراخ او د هغوی د حاصلاتو کچه لوړه شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۰
Background image

د پکتیکا یحیی خېل ولسوالی کې د کچالو د صفرانرژۍ خونو رغنیزې چارې وڅېړل شوې

۲۸ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تخنیکي ټیم د یحیی خېل ولسوالی د کچالو د صفر انرژۍ خونو د جوړېدو چارو د پرمختګ او کیفیت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۹:۳
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د انارو پر ۷۹ ډوله لابراتواري ازموینې ترسره شوې

۲۷ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کوهکران څېړنیز فارم اړوند، د مېوو د څېړنې عمومي لابراتوار د متخصصونو له لوري. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۸:۵۵
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې یوشمېر بزګرانو ته د زعفرانو پیاز وېش او د سویابینو کر روزنیز پروګرام ترسره شو

د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالی کې د «اکټېډ» دفترد کرنیزو خدماتو مدیریت په همغږۍ لسو بزګرانو ته د زعفرانو د کر لپاره مرستندویه توکي ووېشل شول، او همدارنګه د حرکت موسسې له لوري د سویابینو. . .

بازگشت