د اوبولګولو کانال او محافظتي دېوال په جوړېدو سره، ۳۰۷ هکټاره ځمکه خړوبه او له سېلابونو خوندي شول

content_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۱ - ۱۵:۲۲
د اوبولګولو کانال او محافظتي دېوال په جوړېدو سره، ۳۰۷ هکټاره ځمکه خړوبه او له سېلابونو خوندي شول

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۰
د ننګرهار ولایت د رودات ولسوالۍ په کوزه کلا کلی کې، د اوبولګولو د ۸۶ متر کانال او ۱۲۰ متر محافظتي دېوال په جوړېدو سره ۳۰۷ هکټاره ځمکه د خړوبولو تر پوښښ لاندې راغلل او ترڅنګ یې د ورښتونو په موسم کې، د سېلابونو له ګواښه هم خوندي شوي دي.
دا کانال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د کرنې د ودې او کلیوالی پراختیا پروژې (CBARD) له خوا د سیمه ییز شورا په سلا مشورې په ۱۲۰ کاري ورځو کې په پاخه او اساسي ډول د همدې کلی د ۲۷ کاریګرو په لاس، چې له دې پروژې سره کار کول جوړ شوي دي.
د کوزه کلا د سیمه ییزې شورا استازی سید کریم وایی «د دې کانال او محافظتي دېوال له جوړېدو څخه مخکې د خلکو ځمکې د سېلابونو له ګواښ سره مخ ول او یا هم د اوبو د کمښت له امله شاړې پاتې کېدلې. هر کال به نږدې ۷۰ تر ۸۰ کسان راټولېدل او د اوبو د مخنیوی له پاره به یې دېوال په غیر فني بڼه له خاورو، تیګو، لرګیو، شګو او د لرګیو میخونو څخه جوړاوه.خو کله به چې سېلاب راغی هر څه به یی له ځانه سره یوړل.»
هغه وویل، چې د دې کلی خلک او بزګران له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ ول او هر کال به تر ۷۴۰ جریبه ډېره کرنیزه ځمکه د سېلابونو له ګواښ  سره مخ او یا به هم شاړه پانې کېده.
سید کریم زیاته کړه، چې خلکو له کرکېلي سره لېوالتیا نه درلوده، ځکه چې د موسمي سېلابونو او اوبو د کمښت له امله به یا ځمکې ویجاړېدې او یا به شاړې پاته وې.
دهغه په خبره، د یاد کانال او محافظتي دېوال په جوړېدو سره، خلک یوځل بیا کرکېلي ته مخه کړې ده.
د کرنې وزارت د کرنې دودې او کليوالي پراختیا پروژې (CBARD) له خوا په دې ولسوالۍ کې جوړ شوي ګلخونې او بڼونه په ثمر راغلي دي.
د استنادي دېوال په جوړېدو سره اوس د خلکو ځمکې او کورونه د سېلابونو له ګواښه خوندي دي. بزګران په آرام فکر په خپلو ځمکو کې سابه لکه پیاز، ګلپۍ، رومي بانجان، غنم، جوار او ګندنه کري او ښه حاصلات او ګټه ورڅخه ترلاسه کوي
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژه د شوراګانو د سلا مشورو په بنیاد ولاړه پروژه ده، چې د کوکنارو د کښت او کر د مخنیوي په پار په ننګرهار، فراه او بادغیس ولایتونو کې فعالیت کوي او موخه یې د کروندګرو د اقتصاد پیاوړتیا او د لوړ ارزښت لرونکو کرنیزو محصولاتو ورپېژندل دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رياست د ځمکو د تبادلې آمر مولوي محمد فاروق امرخېل او د سرحدونو، قومونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۴:۱۰
Background image

لوګر کې د انګورو په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالۍ راغلی

۲۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د تېر کال په پرتله سږکال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

هرات ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر سفر

۲۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري، د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې د یاد وزارت د یوشمېر چارواکو او سلاکارانو په مشرۍ. . .

بازگشت