د اروزګان مرکز کې د لبنیاتو یو شمېر پلورنځیو څخه څارنه شوه
۲۸چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
د اروزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسلکي ټیم ددې ولایت د مرکز ترینکوټ په ښار کې د لبنیاتو پلورنځیو له یوشمېر هټیو څخه څارنه ترسره کړه.
په دغې څارنه کې د لبنیاتو پلورنځيو مسؤولینو ته د نظافت په برخه کي لازمې او اړینې سپارښتنې وشوې او ترڅنګ یې د لبنیاتو پلورنځیو کارکوونکو ته د لبنیاتو راټولولو، پروسس او جلاکولو په برخه کې لازمې لارښوونې هم وشوې.
ددې څارنې او کنټرول موخه خلکو ته د باکیفیته، صحي او غوره لبنیاتو وړاندې کول دي.